افغانستان

د ځاځي اریوب ولسوال دپکتیا دوالي ساتونکو درشوت نه ورکولو له امله سخت ډبولی

نن ټکی اسیا / دپکتیا ولایت دځاځي اریوب برحال ولسوال عبدالرحمن رسنیو ته ویلي چې دپکتیا دوالي دساتونکو له خوا درشوت نه ورکولو په وجه سخت لت کوب شوی او ډیر زیات توهین یې شوی.
ډبول شوي ولسوال عبدالرحمن سوله مل په داسي حال کې چې په لاسونو یې دسختو وهلو له امله دوینو او زخمونو اثرات معلومیدل، له رسنیو سره په خبرو کې وویل، زه د اصلاحات اداري له لوري  دځاځي اریو ب په ولسوالي کې دولسوال په توګه په وظیفه ټاکل شوی یم

، نوموړی زیاتوي دپکتیا دوالي ددفتر رئیس حشمت الله یوسفي ورڅخه د اته زره ډالرو رشوت غوښتنه کړې وه، خو کله چې ما د رئیس دفتر غوښتنه رد کړه، دوالي ساتونکي یې پرما را مرش کړل او سخت یې ووهلم.
ولسوال عبدالرحمن سوله مله په خورا قهریدلی حالت کې رسنیو ته ویلی چې ترهغو به ارام پاته نشي ترڅو یې ټول هغه جهتونه چې دده په وهلو او توهین کې ښکیل دی رسوا کړي نه وي او موضوع په دقیقه توګه نه وي روښانه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x