فـریاد

لیکوال وحیدالله کاروان

ای تاته وایم غږ مې اورې ؟

تاته وایم څه شولې زه دې ولې یواځې پرېښودم ؟

اوس به زه خپل غمونه له چا سره شریکوم، یو ته وې تا هم یوازې پرېښودم… ولې؟

ای! تاسې ته وایم هغه مو ولې له مانه جدا کړه، تاسې ته وایم ولې مو ځانونه غلي کړي؟

زما غږ اورئ، ولې مو زما او د هغه تر منځ بېلتون راوسته؟

ولې زموږ تر منځ پردې جوړې شوئ؟

ځواب راکړئ ولې مو ځانونه غلې کړي؟

ولې مو هغه له مانه جدا کړ؟

ای باده (شماله) !

ته خو مې غږ اورې، تاته وایم مرستې ته دې اړ یم.

راشه دا ورېځې بل خوا یوسه،

دوی له مانه زما ستوری جدا کړی، زما او د هغه تر منځ پردې جوړې شوي،

زه مې له ستوري سره څو خبرې لرم…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.