د عبرت کیسه

دکتور کفایت الله وردګ

د الله تعالی په لکونو شکر چې مونږ یې په اسلامي معاشره کې پیدا کړي یو او تر مرګه پورې مو کشر نسل خدمت کوي .

په عصري طریقه زندګي کې داسې وي چې کله مور پلار مشران او بوډا ګان شی نو له کور سره ورته بل وړوکی ځای جوړ کړي او هلته یې نقل کړي ، د خوراک او څښاک په وخت کې څوک ورځي خوراک وروړي پاتې نور خدمات یې په خپل ځان وي او همدارنګه د وړو او لویو له مینې او الفت څخه محروم وي .

په پورتنی طور زندګي کې یوې مور خپلو دریو ماشومانو ته سپینې ورقې ورکړې او ورته یې وویل : تاسې پدې باندې رسمونه جوړ کړئ زه ځم چې ستاسې نیکه ته خوراک ورکړم بېرته راځم .

مور بېرته راغله لور ته یې وویل : ته ښکاره کړه څه شی د جوړ کړي دي ؟

او هو .. څومره ښکلی باغ دی او ونې دي … ډېر په زړه پورې .

مشر زوی ته ورغله : ته ښکاره کړه تا څه شی جوړ کړي دی؟

ممم ښکلی موټر دی .. سرک او د سرک په غاړه چراغونه … ډېر ښه .

کشر زوی ته چې د پنځو کلونو دی ورغله ته ښکاره کړه تا څه شی جوړ کړي دي؟

او هو .. تا څلور مربع شکلونه جوړ کړي دي یو لوی دی بل مینځنی دی او بل وړوکی دا څه شی دی؟

ماشوم : دا لوی زما کور دی کله چې زه ځوان شم داسې لوی کور به مې وي .

مور : هههه ښه نو دا لږ وړوکی ځای بیا د څه شي دی؟

ماشوم : دلته به زه خپل موټر دروم .

مور : او هو … او دا ډېر وړوکی ځای؟

ماشوم : دا ستاسې ځای دی کله چې زه ځوان شم هغه وخت به تاسې بوډا ګان شوي یاست او تاسې به دلته اوسېږئ لکه اوس چې زما نیکه په څه ډول ځای کې اوسیږي …

مور یې په ژړا شوه او له ماشوم څخه پاڅېده او په ژور فکر کې ډوب شوه چې دا ټوله د هغه څه سزا ده چې خلک یې د مور پلار سره کوي څه چې ته له خپل مور پلار سره کوې صبا به ستا اولاد لتا سره همدا رویه کوي .

ماشومان اکثر لږ آوري او ډېر نقل کوي معنی دا چې ته ورته نصیحت ډېر کوه اثر ورباندې نه کوي خو ته چې څه کوي هغوی یې لتا څخه نقل کوي .



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    وردګ صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، څومره ښکلی او د عبرت ډکی قیصی مونږ ته لیکلی ، تاسی باور وکړی ستاسی ځینو لیکنو ته دلیکنی د ویلو وخت کی کله له ډیری خوشالی او کله له ډیری خوابدی ژاړم ، الله ج دی وکړی چه مونږ له دغه قیصو یوآخی په ژړا او خند بسنه ونه کړو د خپل ژوند عملی بڼه کی خای ورکړو .
    لکه اسلامیت چه یو منلی او تر ټولو وتلی دین او نظام دی ، انسانیت هم لکه د یو دین او لیاری په شان معلومیږی یعنی په انسانیت کی د ځانګړو انسانی اخلاقو او نیکو کړنو هیلی نغښتی وی که هغه نه تر سره کیږی هغه کس ته انسان او هغه ټولنی ته انسانی ټولنه نه شی ویلی . انسان نوم عربی نوم دی له انس او مینی محبت به معنی دی یعنی انسان سربیره په متفکرو مغزو په مهربانو او دمینی دکو زړونو به لرلو او کارولو هم له نورو حیواناتو ځانګړیتیا او توپیر لری خبره راحخه اوږده نه شی ډیره مننه کوم الله ج دی بیا او بیا اجرونه درکړی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.