افغانستان

عاجل خبر: دکابل په سرینا هوټل ډلیز برید ترسره شوی

له کابل نه تازه ترلاسه شوي خبرونه وايي دکابل ښار ترټولو خوندي سیمه سرینا هوټل ته یو شمیر سرښندونکي له خپلو وسلو سره ننوتلي او په هوټل کې پرمیشتو کسانو یې مخامخ حمله پیل کړې، او ناتار ډزې کوي.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دحملې له ځایه دسپکو او درنو وسلو ډزې اوریدل کیږي او دسرینا هوټل له انګړه داور لوخړې پورته کیږي.

عیني شاهدانو ویلي شیبه وړاندې دسرینا هوټل دننه یوه قوي چاودنه ترسره شوه چې اواز یې ترډیرې لیرې فاصلې واوریدل شو. دکابل سرینا هوټل دبهرنیو خصوصي میلمنو لپاره مهم او خوندي استراحت ګاه ده چې هره شپه ګڼ شمیر خارجي  میلمانه لري.
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دحملې مسولیت پرغاړه اخیستی، نوموړی رسینو ته ویلي چې برید یې پداسې مهال ترسره کړی چې دهوټل دننه دبهرنیو مشاورینو او دکابل ادارې دلوړ پوړو چارواکو او یو شمیر وکیلانو ترمنځ مهمه غونډه روانه  وه ، نوموړی زیاتوي چې دوي وار ترمخه معلومات درلودل چې نن شپه په سرینا هوټل کې یوه مهمه غونډه ترسره کیږي.

دباوري سرچینو دخبر په حواله په سرینا هوټل کې زیات شمیر بهرني اتباع،دافغان حکومت لوړپوړي چارواکې او ګڼ شمیر وکیلان شتون لري. ترلاسه شوي راپورونه کاږي سرښندونکي چې شمیر یې لا تراوسه نه دي څرګند شوی هوټل ته له ورودي دروازې څخه نه دي داخل شوي بلکې دهوټل دشا لخوا په ننوتلو بریالي شوي،یو تن رسنیو ته دنوم نه ښودلو په شرط ویلي وسلوال چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو دهوټل دننه کوټو ته رسیدلي. دې سرچینې ویلي دهوټل دننه به دسر دروند زیان اوښتی وي ځکه نن شپه په هوټل کې ګڼ شمیر بهرنیو او داخلي میلمونو شتون درلود.
دا حمله په داسې حال کې ترسره کیږي چې نن سهار دجلال اباد په ښار کې دپولیسو په یوه مهم ماموریت او امنیتي مرکز باندي هم ډلیز برید ترسره شو چې  ترشلو زیات امنیتي کسان یې ووژل او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.
دکابل دنن شپې دسرینا هوټل برید اوپه جلال اباد کې سهارنیو عملیاتو دکرزي دامنیتي او استخباراتي ادارې امنیت ننګولی، له څو ورځو راهیسې دکورنیو چارووزارت او دملي امنیت ادارې چارواکې په منظمه توګه تبلیغات کوي چې د راتلونکو انتخاباتو او دنوروز ورځې دلمانځلو په موخه یې کلک امنیتي تدابیر نیولی.
دې وروستیو بریدونو دکورنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارو هغه اعلانونه چې دامنیت راوستلو لپاره یې مهم پلانونه طرحه کړي او دهرنګه امنیتي پیښې د رامنځ ته کیدو مخه یې وار ترمخه نیولې، ټول دروغ ثابت کړل.
خالد عزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x