تور بازان دې د برګو ټپوسانو حال وپوښتي

حبیب مجاهد

د شورویانو د یرغل په وخت برګیو هلیکوفترو خاص نوم درلود، چې کومه خوا به د څلویښتم شوروي لښکر عسکر په عملیاتو وتل ورسره به په هوا کې برګو جنګي چورلکو هم غومبرې وهلې. برګیو چورلکو به چیرې د مهاجرو کاروان راګیر کړی او چارمارۍ کړی و، چیرې به یې تش لاس مجاهدین قتل عام کړي او چیرې به یې په بې دفاع کلیو د اور او بارودو توپان راکوز کړی و.

د شوروي برګیان پوره څوارلس کاله د افغانستان په کلیو و څرخیدل، خپل ټول ججوري یې ددې اولس په ټټر کې تش کړل، چیرته به چې یوه ډز ته ضرورت و دوی شل فیرونه کول، مګر آخر هغه ورځ راغله چې نور برګیان د بازانو غوندې په هوا کې نه شوای ګرځیدای. د هغوی د استهلاک دوره پوره شوه، د هغوی چلوونکي شورویان مړه غوږونه د حیرتان په پله واوښتل او برګیان لکه له پروزاه پاته ټپوسان هلته او دلته هلاک، کباړ او د افغانانو رحم کرم ته پاته شول.

یو وخت کابل ته تللی وم. د رباني نظام پای ته رسیدلی و، د مرنجان غونډۍ ته وختم له هغې خوا د لمرلویده په خوا راکوز شم. دلته د نندارتونو له سیمې ختیځ خواته چې شنه چمونه او د منظرې ځایونه دي د پخواني نظام په وخت کې څو روسي الوتکې او څرخکې هم په کې د نندارې لپاره ایښودل شوي وې چې یوه څرخکه چې د یوه چمن په منځ کې ایښي همدا روسی جنګي برګه چورلکه وه.

زه په دې نیت ورغلم چې منځ یې وګورم، خودا څرخکې چې د نندارې لپاره ايښودل شوې وې، د منځ ماشینونه یې ایستل شوي وو او یوازې برسیرنه برخه یې پاته وه، کله چې د روسۍ څرخکې منځ ته ورننوتم نو ډیر بد بوی په کې حس کیده، چې متوجه شوم د شوروي د برګ توپدار هلیکوفتر له منځ نه د شاوخوا کورونو ماشومانو د بیت الخلاء کار اخیستی و او د برګي هلیکوفتر منځ غایطه موادو پوښلی و.

زه په منډه له برګي هلیکوفتر څخه راکوز شوم او د چمن حضوري پر خوا مې یوه کوڅه په مخه واخیسته. خو دا صحنه که په ژور نظر وګورو ډیره له عبرته ډکه هم وه، شورویان به څومره په خپلو برګیو چورلکو نازیدل. هغه یې د خپل بریا نغد ضامن باله، هغه هلیکوفتر یې په ډیر ناز راوړي او د نندارتونو په زرغونه سیمه کې دنندارې لپاره ایښي وو. خو خبر نه و چې یو وخت به د دوی دغه ټیکنالوژي هم د افغان ماشومانو لخوا داسې مسخره کیږي لکه افغان اولس چې د دوی ۸۰ کلنه ایډیالوچي او مارکسیزم ورمسخره او دنړۍ دخندا کړ.

نن مې هغه راپور ولید چې اشرف غني او امریکایي سرخیل یې جنرال نیکولسن په کندهار کې د رژیم عسکرو ته د بلیک هاک( تور باز) په نوم امریکایي څرخکې سپارل او بیا ددې دوو څرخکو راوستل د افغانستان د جنګ د وضعیت د بدلون سبب تعبیروي.

اشرف غني خو چې دمسلمانۍ خوا یي شکمنه معلومیږي یوه داسې مغرورانه خبره وکړه چې دده عقیده یې نوره هم تر سوال لاندې راوسته، هغه وویل چې ددې دوو څرخکو له راوستو وروسته اوس د ځمکې او اسمان واک ټول زموږ د سربازانو په لاس کې دی.

دغه بې مغزه متفکر ته به وریاده کړو چې د اسمان واک ستا په لاس کې نه دی. ته دتقریبا ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ سیارو په منځه کې د تر ټولو کوچنۍ هغې په یوه کوچنۍ برخه کې د یوه داسې حکومت مشر یې چې یوازې د خپل هیواد په شل فیصده خاوره واک لري. اسمان له دې ټولو سیارو بر دی او هلته نه ستا او ټرمپ په شان شیطانان پر وهلی شي او نه هم بلک هاک یا بي ۵۲ .

په تورو بازانو نازیدونکو ته به هغه دمحمد هاشم ذاکر صاحب شعر ووایم چې:

په طیارو او په ټانګونو په رینجرو نشي

له عقیدې سره جنګونه په ډالرو نشي

د تورو بازانو معتقدین دې په یاد ولري چې افغانستان د نااټکله او زړه ته نه لویدونکو حوادثو هیواد دی. لکه څنګه چې دلته روسي برګیان وروسته د مرداروټپوسانو په شان هر ځای پاته او سرټیټي شول بعیده نه ده چې توربازان هم د برګو ټپوسانو په انجام مبتلا شي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

7 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    مجاهد صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ډیره شکلی او په عینی واقعیتونو او حقایقو ولاړه لیکنه دی لیکلی او د شوروی اتحاد قارغان دی د ناتو او امریکا د مړزانو سره پرتله کړی وو ، هو بلکل همدا سی ده ، د دوی تکیه په مادیاتو ده که یی د مادیاتو سره جنګ کی وو بیا به وړونکی یا ګټونکی وو ، د دوی جنګ د معنویاتو او خالق لایزال او دهغه د مظلوم او بی دفاع مخلوق سره دی ، دوی زوراور غله دی یعنی یو هغه غله دی چه څوک یی نه وینی غلا کوی ، بل هغه غله ده چه په چل او هنر درڅخه غلا کوی او دریم هغه غله دی چه په وچ زور درڅخه غلا کوی دغه عله به نه یواځی دغه ټول لوټ شوی مال خپلو حقدارانو ته واپس کوی بلکه د هغوی د وینو او حیثت تاوان په خپلو وینو او هویت بایللو ورکوی لکه روسانو چه دغه بیه پری کړه شوروی اتحاد به روسی فیدریشن بدل شو د لور او څتکی بیرغ باندی خره متیازی کوی او د کمونستی الحادی فلسفه یی د موزیم په زړه او ګنده تاخچه کی پریوتله په شرقی اسیا او مرکزی اسیا کی یی ټولی مستعمری خپلواکی شوی د برلین دیوال ونړیدلو شرقی او غربی جرمنی چه دهیتلر له ناکامی وروسته امریکا او روسی سره ویشلی وو بیا یو هیواد جوړ شو .
    له بده مرغه نن هماغه امریکا او اروپا د روسانو به قدمو قدمونه ږدی ، د دی په ځای چه دافغانانو د قربانیو مننه او بیه بری کړی تر روسانو زیات افغانان وژنی ، هیواد یی ورله یوځل بیا په کنډواله بدل کړو او د یو څو مزدورانو او غلامانو لوړو ودانیو چه دننه بکی د هیرویینو کارخانی او یا فاحشه خانی دی او یا د یو څو روغتونو چه خپل زخمیان پکی تداوی کوی او یا د څو سړکو چه خپلو تآنکو د باره یی جوړ کړی چه تیز بکی ولاړ شی او هم د مجاهدینو له بمو ژغورل شوی وی دغو ته لاسته راوړنه وایی یا یو فاسد او ناوړه حکومتی تشکل او د ځنګل قانون ته لاسته راوړنه او تمدن وایی .
    دوی به د شوری اتحاد تر برخه لیک هم په ناوړه برخه لیک سره مخ کیږی د سوپر باوری حیثت او هویت په له لاسه ورکوی کیدی شی دا کار زمونږ په ژوند او یا زمونږ تر ژوند وروسته تر سره شی مننه

  2. و لینصرن الله من ینصره وان الله علی نصره لقدیر

  3. هو دا خو ده زه هم درته قسم خورم او په خپلو سترګو مي ليدلي دي . کله چي به طالبانو په امريکايي قطار يا ګزمه باندي بريد وکړوو نو بيا چي به دا تور بازان راغلل ورپسي .. هله نو بياکه دي طالب ته د زمري زړه هم ورکړي ووايي والله که ټس به يي کاوو . داسي منډي به يي وهلي. لکه @@@@ 🚁🚁🚁

  4. امریکایی غلام تش په نامه :فغانه !
    ستاسی د ماشومانو غوندی ابلهانه تبصری څخه معلومیږی چه کوم افغان ژباړن غلام او یا کوم انګریز ژباړن یی ، لږ خو به دی دا خپله تبصره یوځل بیا لوستلی وی .
    طالبان دومره شهامت لری چه په ټول امریکایی قطار یا ګزمه یرغل کوی ، او بیا دغه تور بازان ورپسی راځی نو طالبان پښی نه شی ټنګولای؟ ښکاره خبره ده طالبان که دفع هوا ولری ع او غ خو څه کړی ستاسی لوی بادار څخه به یی امریکا کی پرتوګ ایستلی وی او ستا به شان خلکو خو به هسی ناولتیا په لینګو روانه وی او د ژباړنو په شان به ارت ارت په لیاره تللی د بوی له لاسه به خلکو منډی درڅخه وهلی.
    طالبان خو په خپلو مالونو ، اولادونو او ځانونو د خپلی خاوری ، خلکو ، خپلواکی، دین او ناموس دفاع کوی او تاسی ورته ستاسی د ناموس باندی تیری د پاره قضایی مصونیت ورکړی د غلامو چارواکو به کورو او دفترو ساتنه هم کوی ، دغه وحشی عسکر چه له خپلو میرمنو جلا دی نو د هغو په کوورنو چه ساتنه کوی د هغو کورونو به څه حال وی تاسی خبر یاست چه مشر بادار مو هله د امریکایانو سره مخالف شو چه له کوره یی د سرو ویښتانو او شنو سترګو بچی راووتل، خلکو ولیدل چه دا څه حال دی تاسی ولاړ شی د خپلو لوړ پوړو مشرانو د کورونو مخی ته ودریږی چه څه هغه ماشومان به خپلو سترګو وګوری مننه

  5. مننه ستا ددي تربيي نه ؟
    زه نه ژباړن يم نه د چا غلام يم او نه دا چا عسکر يم .زه يو غريب کار يم په خپل لاس يي ګټم او بيا يي خورم . غلامي ستاسو کار او روزګار دي اوس مو دخيره د خړو تپوسانو خاوندانو ته کونه بوڅه نيولي ده دا نور بادران خو خپله پيژني . که په حقيقت مي سر لاړ هم شي په الله ج قسم دي که حق وويل پريږدم . ارت ارت تلل ستاسو کار دي ، چي په مدرسو کي ورباندي روږدي شوي ياستي . او که د چارواکو سره سره بجيان وي خپل يي دي ماته کومه فايده نه رارسوي خو ماته بيا سوال پيدا کيږي چي ستاسو بچيان به څه رقم وي سره او که تور ؟ يا بل کوم رنګ ؟؟

  6. په هغه الله سوګند یادوی چه دشمنی ورسره کوۍ ، که زړه کی مو دجال په خدایی نیولی .
    هغه تور بورا ګان هم ستا د هغو انګریزانو غلامان دی چه ستاسی وچه یی په ټانکو او هوا یی په الوتکو پټه کړی ، د دی په ځای چه تاسی هغوی ته ویزی ورکړی هغوی تاسی ته ویزی درکوی . د هغو په شتون کی د ملحد امان الله استقلال لمانځی له چا مو خپلواکی تر لاسه کړی ؟ که له انګریزانو مو خپلواکی تر لاسه کړی وی چه د لوړ پوړو لالاګانو به کورونو کی یی د رته د شنو سترګو ماشومان وزیږول .
    دا چه تاسی مونږ د پاکستان په غلامی بدناموی ،تاسی ته نور څه پاتی دی چه د ۴۸ سرو لونډانوغلامی پری پته کړی پاکستان چه څومره زمونږ مشران اوکشران په جیلو کی اچولی او څه یی مونږ امریکایانو ته په لاس ورکړل او څومره د غلام پاکستان په جیلونو کی وراسته شول دومره لا د کابل د غلامانو او بادارانو به جیلو کی نه په شهادت رسیدلی او نه زندانو کی شکنچه او وراسته کیږی .
    زه باور لرم چه ستاسی له بدنو وجدان هجرت کړی په دی چه ټول بدن مو د انګریزانو او امریکایانو به ډالرو پوښل شوی په خبیثو بدنو کی وجدان وخت نه شی تیرولی هچرت کو ی د دجالان مو د هغوی د ډآلرو له امله په خدایی نیولی هغوی درته دستور درکړی چه ملی او اسلامی مقاومت د هماغه پاکستان په غلامیو تورن کړی چه د بوش سره یی په لاس اړونه تاسی د کابل چارواکی او د ډآلری بوچیو خولی یی درته خلاصی کړی .
    زما او د افغان صاحب دخبرو سره عقده مه اخلی ، کور کی سیاسری به تاسی ته کله دنارینه وو په حیثیت قایل شی چه ستاسی د افغانانو ورونو به کورونو انګریزان ، امریکایان او نور وحشیان ستاسی د ژباړنو سره یوځای ننوځی ورونه مو په شهادت رسوی او میرمنی یی بی عفته کوی او بیا یی په همدغه تورو بازانو کورو ورله په کنډواله بدلوی ، بیا تاسی په هماغه تورو بازانو ویاړنی هم کوی چه طالبان ورته پښی نه ښی ټینګولای مګر طالبان دی چه دټولو هیوادوالو دخاوری ، خبلواکی ډین او ناموس ساتنه کوی که یی ستایلی نه شی کنځل خو ورپسی مه کوه غیرت پیدا کړی خوابدی وجدان مو بیا بلنه ورکړی چه ستاسی غلامی او د هیواد اشغال او غلامی درته به ګوته کړی وایی د غلامۍ د زرو کلو له ژونده ( که څه هم په ارګ، کریملین او سپینو ماڼیو کی وی ) د خپلواکی د یوی ګړی ژوند ( که څه هم په زندانو او شکنچو کی وی ) ډير شرف لری .
    زه باور لرم دا پانی د هر چا په مخ خلاصی دی نه څوک د جا نوم پیزنی په مستعارو نومو لیکنی کوی نه حوک د چا قواره او سترګی وینی چه له چا وشرمیږی د فاحشو به شان خبل لونډان په نورو تپی او یا په ۴۸ لوندانو شرم نه درځی هغوی ټول د غلام غلام سره ورته یا مساوی کوی چه خپله ناولتیا او غلامی ورباندی جبران او پټه کړی بخښنه کوی که مونږ داسی څه لیکلی وی چه باید نه مو وی لیکلی . مګر د متخاصم په حیث می درته نه دی لیکلی لکه یو تیروتلی ورور ته می د خوابدی نصیحت په ډول لیکلی ، وایی دوست به دی خوابدی کړی مګر راتلونکی به دی ښکلی وی او دشمن به دی د لږ وخت د پاره په ډالرو اومقامو خوشاله کړی مګر د تل د پاره به ستونزو او ذلت سره مخ یی او بیا داسی دشمن چه زمونږ هیواد یی اشغال کړی او زمونږ بی عفتی کوی مننه

  7. مننه د نصحيت نه دي
    زه ماشوم نه يم په او ناپوهه هم نه الله ج ماته سالم عقل راکړي دي . که ته امان الله خان ته محلد ووايي او که بل څه هغه ستا او ستا د بادار کار دي . او که دا نور يي د اذادي ورځ د نورو د بيرغونو لاندي لمانځي دوي هم ګرم نه دي . خو زه امان الله خان ته د زړه له تله احترام لرم او بل به داسي غازي د افغانستان په تاريخ کي پيدا هم نکړي . هو البته غازيان ډير زيات دي په افغانستان کي خو په خپل وخت سره تير شويدي . زه به تاسو ته ستاسو د غلامي يو بل ژوندي مثال وړاندي کړم . کله چي طالبانو کابل ونيوو ډاکټر نجيب الله چا په شهادت ورسووو ؟ که ته ووايي چي اي ايس اي .. نو پدغه ورځ خو ته واکمن وي په کابل باندي. ايا تا يي مخه نشوه نيولي ؟ که ګنهګار ووايي نو ولي مو ژوندي محکمه کوو نه ؟ زه تا او حکومت دواړو ته په يو نظر ګورم که هغوي غلامان دي نو تاسو تيري والله که تيري کم ياست . د افغان وياړلي ملت مو غرق کړو مونږ نه پوهيږو چي اوس چا پسي روان شو ؟ دا ټول ستاسو او د کابل د اداري د کارونو نتيجه ده …

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.