دیني، سیرت او تاریخ

حقاني علماء د حاکمانو دربارونو ته نه ورځي

مولوي محبوب شاه ساجد

د حقاني، رباني او ‌‌آخرت د علماوو یو نښه داده چي د حاکمانو دربارونو ته نه ورځي، {ماسیوا دنصیحت او نقد څخه} خصوصا په اوسنې عصر کي چي د اسلامي نړۍ اکثره حاکمان، ظالم، فاسق او دغرب له خوا تپل سوي دي.

امام غزالي رحمه الله فرمايي:

د ‌‌آخرت د عالمانو پنځمه نښې دادي: چي دحاکمانو د دربارونو څخه ځان لیري ساتي او غوره خو داده چي حاکمان دوﺉ ته راسي.

عالمان باید د هغوي د اختلاط څخه ډډه وکړي، ځکه دنیا زرغونه او خوږه ده او واګي يي د حاکمانو او سلاطینو سره دي دا د دې سبب کیږي چي انسان هغوﺉ ته طمع وکړي او د هغوﺉ د زړه لاسته راوړلو لپاره تکلف وکړي دهغوﺉ پر مظالمو سترګې پټي کړي پداسي حال کي چي پر هر دینداره کس واجب ده چي پر هغوﺉ رد او انکار وکړي.

حذیفه رضی الله عنه فرمایلی دي:

د فتنو د موافقت څخه ځان وساتئ! ورته وویل سوه دفتنو موافقت څه دي؟

هغه وویل: د امیرانو دربارونه او دا چي ستاسو څخه یو د امیرانو دربار ته ولاړ سي او په درواغو دهغه تصدیق وکړي او دهغه بي ځایه ستاینه وکړي.

سفیان رحمه الله ویلي دي:

په دوږخ کي یوه شېله ده. دې ته یوازي هغه عالمان داخلیږي کوم چي ظالمو او فاسقو حاکمانو ته ډیر تګ راتګ کوي.

سعید بن مسیب رحمه الله ویلي دي:

هر کله که مو یو عالم ولید چي حاکمانو ته ورځي نو د هغه څخه ډډه وکړﺉ ځکه هغه غل دي.

احیاء علوم الدین ج؛۱؛ص.۱۵۸.ربع العبادات.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x