أصمعي او دکاندار

حامد افغان

د عربي ادب وتلی امام عبد الملک الأصمعي رحمه الله د خپل ژوند یوه خوږه کیسه داسې بیانوي: بصره کې د علم په زده کړه بوخت وم، هغه مهال زه سخت غریب وم، زموږ د کوڅې خوله کې یو دکاندار و، کله به چې زه سهار وختي درس ته روان وم هغه به وپوښتلم: چرته ځې؟ ما به د حدیثو کوم عالم نوم ورته یاد کړ، ماښام به چې بېرته راتلم بیا به یې وپوښتلم، ما به بیا د کوم عالم نوم ورته یاد کړ.

هغه دکاندار به راته ویل: وه هلکه! زما نصیحت ومنه، ته تکړه ځوان یې، دې چټیاتو کې خپل ژوند مه ضایع کوه، کوم ګټور کار درته وګوره، په هغه بوخت شه. او دا کتابونه دې ټول ماته راکړه چې ویې سوځم! قسم ده که ستا ټول کتابونه په یوه ګاذره واخلم.

دکاندار به هره ورځ دا نصیحت! راته کاوه، اخیر ورنه تنګ شوم، نو د ده له لاسه به شپه کې له کوره وتلم او په شپه کې به راستنیدلم. وروسته زما مالي حالت سخت کمزوری شو، آن د اغوستلو جامو خرڅولو ته اړ شوم، بیا مې هم د ورځي ډوډۍ نه شوی موندلی، ببر سری، خیرن او په سخته بده غريبي کې راګير وم.

خپلي غريبي ته خپه او ندېښمن وم، په دې وخت کې د امیر محمد بن سلیمان الهاشمي استازی راغی، راته کړه یې: امیر غوښتی یې، مال ته خو زما غريبي او بد حالي ته وګوره امیر زما غونده غریب باندې څه کوي؟! هغه چې زما غريبي او کمزوری حالت ولید بېرته ولاړ او امیر ته یې زما د غريبي کيسه ورسوله، د امیر استازی بېرته راغی، ځان سره یې ښایسته جامې، یو بوتل د عودو قيمتي عطر او لفافه کې زر ديناره راوړل! ول غسل وکړه، دا جامې واغونده، عطر ولګوه، زیاتې جامې درته کیږده او بیا به امیر ته ورځو. امیر ته چې ورغلم هغه مې ډېر احترام وکړ او راته کړه یې: ته مې د امیر المؤمنین د زوی ښوونکی او مؤدب ټاکلی یې او بغداد ته به ځې، زه ډېر خوشاله شوم، د امیر مننه مې کړه. او دعاګاني مې ورته وکړې.

کور ته ولاړم د سفر سامان مې برابر کړ، د ضرورت کتابونه مې راواخيستل، نور کتابونه مې یوه ځانګړې خونه کې بند کړل، کور مې زموږ د خپلوانو یوې بوډۍ ته وسپاره، کله چې بغداد ته ورسیدلم امیر المؤمنین هارون الرشید ته ورغلم.

هغه راته وویل: ته عبد الملک الأصمعي یې؟ مال هو! د امیر المؤمنین خادم الأصمعي یم، ول خبره واوره، زوی د انسان د زړه ټوټه وي، زه مې خپل زوی محمد د الله د امانت په توګه تا ته درسپارم، هغه ته داسې څه مه ورښیه چې دین ته یې تاواني وي، شاید هغه راتلونکي وخت کې د مومنانو امام وټاکل شي.

مال په سترګو امیر المؤمنین، هغه یې ماته وسپاره، د پاچا زوی ته د زده کړي لپاره یې ما ته ځانګړی کور راکړ، هغه ته مې قران، د فقه علم، شعر و ادب، عربي لغت او د عربو ورځو کیسې ورزده کړل.

هارون الرشید چې د خپل زوی ښه پوهه او تربیه وليدله ډېر خوشاله شو، یوه ورځ هارون الرشید راته وویل: زوی ته مې یوه خطبه ورزده کړه او د جمعې لمانځه راکولو ته یې تیار کړه، کم وخت کې مې هغه ته د جمعې خطبه او تقریر ور زده کړ، هغه په ډېره بلیغه خطبه ویلو سره د جمعې لمونځ راکړ، هارون الرشید زیات خوشاله او له هغې ورځي په ما د جایزو او انعاماتو باران پیل شو.

‏ ‏ ما خورا زیاته شتمني ترلاسه کړه، ځمکې مې واخیستلې او په بصره کې مې ځان ته ښایسته کور جوړ کړ، یوه ورځ مې امیر المؤمنین هم میلمه کړ، زما شتمنۍ او نعمتونه او امیر المؤمنین توجه چې خلکو وليدله نو خلک پرې رامات شول او ګڼ شمیر خلک به هر وخت راتلل، یوه ورځ مې خلکو کې هغه دکاندار ولید چې ما ته یې د زده کړي په مهال نصيحتونه کول او زه یې له خبرو تنګ شوی وم، خیرنه پګړۍ یې په سر او لنډۍ چپنه یې اغوستې وه، راباندې چیغه یې کړه، ول عبد الملک یې؟! مال هو، په موسکا مې ورته ویل: زما شتمنیو ته وګوره! دا د هغو کتابونو له برکته دي چې تا په یوه ګاذره نه اخیستل او سوځول دي. “الفرج بعد الشدة” للتنوخي.

علم ټول خیر دی، په علم کې د دنیا او اخرت ګټې پرتې دی، په علم کې عزت، درنښت او انسانیت پروت دی. او جهل ټوله بدمرغي او د دنیا او اخرت له فضیلتونو محروميت دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.