افغانستان

پر سرينا هوټل د ډله ييز بريد وروستی حال

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، تېره شپه نهه بجې د دوی يو شمېر سرتېرو ملګرو د کابل پر سرينا هوټل چې، تر ټولو مصؤونه او با امنه ځای ګڼل کيږي؛ سرتيري بريدونه وکړل.
مجاهد زياتو چې، د دوی دغه ملګري چې، په سپکو او درنو وسلو سمبال وو، د کابل سرينا هوټل له وروستۍ درواځې ورننوتل او هوټل کې يې پر بهرنيو، او کورنيو لوړپوړو چارواکو ناتاره ډزې او د لاسي بمونو بريدونه پیل کړل.
خبر زياتوي چې، په دغه هوټل کې د نوي کال په مناسبت يوه ستره غوڼده هم روانه وه چې، ډله ييز سرتيري بريدونه پر پيل شول.
مجاهد وايي چې، په دغه بريد کې يو شمېر مهمو بهرنيو اوکورنيو جګپوړو چارواکيو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، ولې د کره شمېر په اړه يې څه ندي ویلي.
د يادونې وړ ده چې، د کورنيو چارو وزير ښاغلي عمر داوودزي ټولو ادارو او ولس ته ډاډ ورکړی چې، د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ تياری لري او طالبان نشي کولای چې، دغه ټاکنې اخلال کړي، مګر وسلوالو طالبانو پرون سهار د ننګرهار ولايت پر مقام او يو شمېر پوځي تاسيساتو او بيګا ناوخته پر کابل سرینا هوټل ډله ييز سرتيري بريدونه وکړل. د مجاهد په وينا په دغو بريدونو کې يې حکومت او بهرنيو اتباعو ته درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
طالبان وايي چې، دا بريدونه د دې ښه ثبوت دی چې، دوی کولای شي د هيواد په هره سيمه کې وغواړي وسلوال او سرتيري بريدونه وکړي.
طالبانو ګواښ کړی چې، ولسي خلک دې د ټاکنو له مرکزونو او رايه اچونې څخه ځانونه وژغوري؛ ځکه دوی به د ټاکنو پر مرکزونو، دعوتګرانو، او امنيت ساتونکو بريدونه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x