څومره توپير لري؟

لیکنه : محمد داود امیري /هلمند

پلار یې په خپل ورځني کار باندي په داسي حال کې سخت مصروفه وو چې دتودوخې درجه ۵۰ سانتګیراډه وه ، مګر ۱۸ کلن زوی یې په ډېرې بې پروایۍ سره دپلار ددغه سخت کار هیڅ احساس نه کوی او په خپلو سوچونو او مجازي نړۍ کې غرق وو.

څو دقیقې ورسته ېې پر فسبوک پاڼه دغه پوسټ وکړ (دټولو پلارونو دسلامۍ او راحت په امید ).

مور یې سهار وختي دلمانځه څخه وروسته تر لسو بجو پوري دکور په کارونو سخته مصروفه وو .

پر ۱۱ بجو یې دخپلې لور اطاق ته سر ددنه کړ لورېي ورته سخته بې حوصلې سول او ورته یې وویل : ولي مي اطاق ته بې اجازې راغلې څو ځلي مي درته ویلي چې زما مزاحمت مه کوه ؟

لور یې ۱۵ دقیقې پر خيل انستلګرام پاڼه دغه الفاظ ولیکل :(مورې زما هرڅه ته یې !).

په حقیقت سر ددې دغه پوسټ ډېر لایکونه اخیستي وو.

یوه سړی چې ډېره ښکلې لوحه یې په خپل لاس لیکلې وه، پر دېوال یې راځوړنده کړه .

مېرمنې یې ورته وویل : دخپل ناورغ ورور حال دي اخیستی ؟

په غوصه یې وویل : اوس حوصله نه لرم .

مګر پر لوحه یې لیکلي وو: ( راسئ چې یو دبل په قدر پوه سوو! ).

ایا فکر مو کړی ، چې زموږ هغه شعارونه چې په مجازي نړۍ کې مو تل پوسټ کړي څومره زموږ دحقیقي نړۍ سره ورته والی لري



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.