fbpx

سره صلیب په کندز او فاریاب کې خپل دفترونه وتړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د سره صلیب ادارې اعلان وکړ چې دوی په کندز او فاریاب کې د نا امنیو له کبله خپل دفترونه تړي، خو له افغانستان څخه نه وځي.

په افغانستان کې دسره صلیب ادارې مشري مونیکا نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې دوی امنیتي حالاتو ته په کتو په کندز او فاریاب کې خپل کارونه ځنډوي او همداسي په بلخ ولایت کې فعالیت کموي، خو د هیواد په نورو ولایتونو کې به فعالیت ته ادامه ورکړي.

باید وویل شي چې تېر کال په کندز ولایت کې د سره صلیب ادارې یو بهرنی کارکوونکی تښتول شوی وو چې بیا د طالبانو په همکاري را خوشي شو او بیا په جوزجان ولایت کې ددغه ادارې شپږ تنه کارکوونکې د داعش په یوه وسلوال برید کې ووژل شول او دوه تنه یې ژوندي ونیول شول.

ژوندي نیول شوي دواړه کارکوونکي د لوی اختر تر مخه را خوشي شول.

سره صلیب له پورته دوه پيښو وروسته په ټول افغانستان کې خپل کارونه محدود کړي وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د طالبانو دا تصمیم د ستائنی وړ دی، کاشکی په ټولو برخو کی د مرسته کوونکو سازمانونو ( رښتینو سازمانونو) د فعالیتونو په وړاندی ټول خنډونه لیری شی. بله مهمه خبره: ځینی مسائل په ظاهره ډېر وړوکی او ساده ښکاری خو دننه په پوست کی د ځینو خیرنو او کږو پیغامونو درلوونکی دی.که طالبان د سره صلیب ( چه په حقیقت کی هم سور دی او هم صلیب)د نوم او سمبول د تغییر او بدلون په هکله د نوموړی سازمان د محلی مسئولینو سره وږغېږی ښه به وی، مثلاً زموږ په وطن کی ددې سازمان نوم او بڼه او سمبول… نور لوستل »