افغانستان

پنځه پنځوس زندانيان د بګرام له زندانه ازاد شول

نن ټکی اسيا: د افغانستان حکومت د بګرام له زندانه پنځه پنځوس زندانيان خوشې کړي دي.
د بګرام زندان د زندانيانو د دوسيو د څېړلو کميټې مشر وايي: وروسته له دې چې، دوی د دغو زندانيانو دوسيې وڅېړلې؛ دې نتيجې ته ورسيدل چې، دغه کسان بې ګناه بنديان شوي وو او دوی يې د خوشې کولو امر صادر کړ.
د يادې کميټې مشر عبدالشکور دادرس په کابل کې خبريالانو ته وويل چې، دوی به د پاتې زندانيانو دوسيې هم وڅيړي، که دا ثابته شوه چې، دوی هم بې ګناه دي، دا به هم خوشې کړي.
د يادونې وړ ده چې، امريکايي چارواکو د دغو بنديانو د خوشې کيدو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړې چې، په خوشې شويو کسانو ډېری هغه وسلوال دي چې، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو په بريدونو کې لاس لري؛ ولې ولسمشر کرزي ويلي چې، د افغانستان په قضايي چارو کې د بهرنيو لاسوهنه نه مني او دا د افغانستان داخلي مسئله ده چې، بايد افغان چارواکي يې حل کړي.
د يادونې وړ ده چې، تر اوسه هم د افغانستان ملي امنيت، څرخي پله او يو شمېر نورو زندانو کې په زرګونو بې ګناه زندانيان پراته دي، چې، کورنۍ يې د راتلو په تمه شپې ورځې سبا کوي.
د دغو بنديانو کورنيو بار بار رسنيو ته ويلي چې، قضايي ارګانونه او دملي امنيت چارواکي د دوی د بنديانو د راخوشې کولو په مقابل کې له دوی په زرګونو ډالر غواړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x