
خیر القرون (۲) – صحابه (رضی الله عنهم)
لیکوال: احمد الله عاطفي
هر پیغمبر (علیه السلام) ته الله سبحانه وتعالی ملګري ورکړي وو چې متابعت او مرسته ئې کوله که هغه…
دسیدنا حضرت نوح سفینه اخیار وکه دسیدنا حضرت موسی النقباء السبعين او یاهم دسیدنا حضرت عیسی حواریون او یا هم …
له ټولونه ستر مقام او دمرتبي خاوندان دسیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) اصحاب دي، پرته له پیغمبرانو په ټولو امتونو کې ئې په مقام ،ارزښت او مرتبي په لحاظ څوک سیال او برابرنشته،ددوی فضیلت،صفت اوستاینه قرآنکریم بیانوي.
دحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم)صحابه په مجموع کې (نارینه دي که ښځینه) ټول جنتیان دي.
الله سبحانه وتعالی درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) له صحابه وونه خوښي ښودلي او هغوي(رضی الله عنهم) ته ئې پخپل رحمت د جنت زیری ورکړی، او ددوي هره ډله ئې(لمړني دي که وروستني، مهاجر دي که انصار) ستائيلي ده.
پرته له شکه صحابه ئې کرامو تر مینځ په فضیلتونو ، ارزښتونو، انفاق، جهاد، اتلولي، دعوت او حتی په قوت او فزیکي جوړښت کې یو تر بله توپیر او په مقام کې فضیلت درلود، لاکن په صفت دصحابیت کي ټول سره شریک دي.
پرته له استثنی صحابه ئې کرام جنتیان دي.
خازن، الوسي او معارف القران په شمول یو شمیر مفسرینو دحضرت محمد بن کعب قرضي (رحمه الله) په حواله لیکي: دقرآنکریم دمبارک ارشادپه رڼا کې پرته له استثني او شرطه ټول صحابه کرام داخل دي،ددوې په امتیاز کې(رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ) ذکر شوی او دتابعینو او وروستنیو لپاره شرط د(وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ) اتباع داحسان ايښودل شوی، چې صحابه ئې کرام دالله سبحانه وتعالی په مرحمت د رضوان الهي په ارزښت او امتیاز نازول شوي او وروسته راتلونکې مسلمانانو ته ددوې په تابع داري دلوړ مقام او فلاح وعده ورکړل شويده، امام مظهري ددي قول له نقلولو وروسته فرماېي: زما په نزد دالحدید سورت لسم آیت دفرمان په اساس په مجموع کې د صحابه ئې کرامو دجنتي کیدو قوي او څرګند دلیل دي، همدي مبارک اعلان په بنسټ صحابه ئې کرام لمړني دي یا وروستني ټولو سره د(وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ) یعنې دجنت وعده شوي ده.
الله سبحانه وتعالی، صحابه ئې کرام په مجموع کې په فردي او ټولنیزه توګه ستائيلي او له دوینه ئې مکرراً رضایت ښودلی،که هغه درسالت په لمړیو شپوروځوکې و ،دعوت مرحلې کې، هجرت په سلسله کې،بیعت په اخستوکې، قبلې په ګرځیدوکې، جهاد په سرخند نومبارزوکې،انفاق په مراحلو، صله رحم په خپلولو ، خپلمنځي مینه که کفارو سره په سختۍ کې .
شک نشته چې له صحابه کرامونه سهوه غلطي او ګناه تر سره شوي، ددوې دا کړنې په سمدستي پښیمانتیا(توبه)، استغفاراو هغه بي کچه مینه چې دوي دالله سبحانه وتعالی او دهغه له رسول(صلی الله علیه وسلم) اودین سره ئې درلوده بخښل شوي او په(وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ) سره ورته دجنت ورکولو او هلته په خوشحالې دایمي اوسیدو زیری ورکړل شوی.
الله سبحانه وتعالی په خپل حکمت او علم دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ملګرتیا او دین خوریدولپاره په خپلو ټولو بندګانو کې صحابه(رضی الله عنهم) غوره کړل.
وعن عبد الله ابن مسعود(رضی الله عنه) قال: إِنَّ اللَّهَ نَظَرَ فِي قُلُوبِ الْعِبَادِ فَوَجَدَ قَلْبَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَيْرَ قُلُوبِ الْعِبَادِ ، فَاصْطَفَاهُ لِنَفْسِهِ ، فَابْتَعَثَهُ بِرِسَالَتِهِ ، ثُمَّ نَظَرَ فِي قُلُوبِ الْعِبَادِ بَعْدَ قَلْبِ مُحَمَّدٍ ، فَوَجَدَ قُلُوبَ أَصْحَابِهِ خَيْرَ قُلُوبِ الْعِبَادِ ، فَجَعَلَهُمْ وُزَرَاءَ نَبِيِّهِ يُقَاتِلُونَ عَلَى دِينِهِ ، فَمَا رَأَى الْمُسْلِمُونَ حَسَنًا فَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ حَسَنٌ وَمَا رَأَوْا سَيِّئًا فَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ سَيِّئٌ.(أخرجه أحمد)
وقال الألباني : وهذا إسنادٌ حسن، وهکذا قال أبو الأشبال أحمد شاكر: إسناده صحيح .
له ابن مسعود (رض) څخه روایت دې،وايې:الله جله جلا له، خپلو بند ګا نوزړونو ته وکتل،محمد (صلی الله علیه وسلم) زړه ئې خیردټولو بندګانو له زړونووموند، غوره او په رسا لت يې مبعو ث کړ،وروسته دحضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) له زړه نه، بیائې دخپلو بندګانو زړونو ته ولیدل،دبندګانو په زړونو کې داصحابو زړونه له ټولونه خیر ومیندل ،هغه يې رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ته اصحاب ، د دین مرسته کونکي او دمحمد (صلی الله علیه وسلم) وزیران غوره کړل، هغه څه چې مومنا نو ښ وګڼل هغه ښه دي او هغه څه چې مو منا نوبد وګڼل دالله په نږ د هم بد دي.
همدا حد یث ابی عبدالبر په الاستیعاب کښې له ابن مسعود نه په همدي ډول روایت کړې خو وروستی بر خه يې(هغه چې مومنانوښه وګڼل۰۰۰۰۰)نشته له دي سربیره دنورو محدثینو په شمول ابو نعیم په حلیه ۳۷۵/۱ او طیا لیسی هم روایتونه لري.
صحابه (رضی الله عنهم) ځلانده ستوري وو،څرنګه چې دستورو په رڼا کې زیاتوالی او کموالی لیدل کیږي،خو په مجموع کې ټول ځلیدونکي دي همدا راز صحابه (رضی الله عنهم) په مجموع کي ځلیدونکي دي ، دابیله خبره ده چې دچا رڼا زیاته او دچا کمه !
صحابه (رضی الله عنهم) د ژوند په ټولو برخو کې قهرماني درلود، د جهاد ، اخلاق، دعوت اتلان وو، دوی خپل مال، ژوند او ټول هغه څه چې په واک کې درلودل، د الله ( جل جلاله) رضا او ددین خوریدو په لاره کې وقف کړي وو، د محمدي مدرسې شاګردان وو.
له غره او بانډي به کوز شو،له کلیو او درو به راغلل،په لیک او لوست خبر نه وو،په هیڅ به نه پوهیدل ،چې په اسلام به مشرف شول، څو ورځي په محمدي(صلی الله علیه وسلم) مدرسه کي وروزل شول بیا دژوند او دیني امورو په ټولوچارو کې امام او دقربانۍ په هر ډګر کې اتلان وو،له همدې کبله سیدناحضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ددوي په شان او مرتبه کي فرمايې…
وعن ابن عباس قال : قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم):أَصْحَابِي كَالنُّجُومِ بِأَيِّهِمُ اقْتَدَيْتُمُ اهْتَدَيْتُمْ.
ژباړه: حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل: زما اصحاب دستورو په شان دي، ددوي دهر یو تن پسي مو اقتدأ وکړه په هدایت یاست.
که څه هم نوموړی حدیث،دډیرو معتبرو احادیثو په کتابونو کې روایت شوی او هم بیلا بیلو شارحینو ورباندي دمتواتر، ضعیف حسن… سربیره په ځینو راویانوجرحه حتی متروک او متهم بلل شوي، خوسره له دې دروایت سرچینه ئې درسول الله(صلی الله علیه وسلم)معتبر او جلیل القدر صحابه دي، چې په بیلا بیلو الفاظو او یوه معنی روایت شوي.
ددي حدیث الفاظ دسیدنا حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) په روایت، حضرت عبیدالله بن محمد بن محمدبن حمدان،چې په ابن بطه عکبری شهرت لري پخپل تالیف (الابانة الکبری) په لاندی سندونو روایت کړی:
حدثنا ابو یوسف یعقوب ابن یوسف حدثنا یحیی زکریا بن یحیی ساجی، حدثنا موسی بن اسحق انواری، حدثنا احمد بن یونس، حدثنا ابو شهاب، حدثنا حمزه، حدثني عمرو بن دینار، عن عبدالله ابن عباس (رضی الله عنه) قال:قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم):أَصْحَابِي كَالنُّجُومِ بِأَيِّهِمُ اقْتَدَيْتُمُ اهْتَدَيْتُمْ.
همدا راز عن جابرقال : قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم): إِنَّمَا أَصْحَابِي كَالنُّجُومِ فَبِأَيِّهِمُ اقْتَدَيْتُمُ اهْتَدَيْتُمْ.
ژباړه: حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل: یقیناً زما اصحاب دستورو په شان دي دهریوه متابعت مو وکړ،په هدایت یاست.
همدا روایت دحدیث او فقې کتابونو کې لیکل شوی، او یوشمیر فقي مسائیل ورباندي حل شوي.
دنورو روایتونو سربیره دحضرت ابو عمر یوسف بن عبدالله بن محمد بن عبدالبر بن عاصم په تالیف(جامع بیان العلم وفضله)کې دسیدنا حضرت جابر(رضی الله عنه) نه په لاندي اسنادو روایت شوی: احمد بن عمر مونږ ته له عبد بن احمد، هغه له علی بن عمر، هغه له قاضی احمد بن کامل، هغه له عبدالله بن روح، هغه له سلام بن سُلیم، هغه له حارث بن غصین، هغه له اعمش، هغه له ابی سفیان او ابی سفیان له سیدنا حضرت جابر (رضی الله عنه) نه روایت کوي :چې وفرمائيل حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم): إِنَّمَا أَصْحَابِي كَالنُّجُومِ فَبِأَيِّهِمُ اقْتَدَيْتُمُ اهْتَدَيْتُمْ.
له دینه شدید حکم داصحابو په متابعت کې چې امام احمد، ابو داود او نورو محدثینو په حسن سند سره روایت کړی: قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم):عَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ.
ژباړه: حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل: زما نه وروسته تاسو (اُمت) زما سنت او د راشده خلفاوو سنت ټینګ ونیسۍ او متابعت ئې وکړئ.