زما احساس زما قاتل

الهام خراسانی

کله به مې چې دهجرت په ديار کې دافغانانو ځورېدلی حالت وليد نو زه به ترهغوی زيات ځورېدم او له ځان سره به مې ويل کاش خدايه چې نه مې وای لېدلي

دغه وخت زما دځوانۍ لومړۍ مرحلې وې مانا خط او برېت وم .

له دغه وخت راسره داسې احساس او فکر ملګری شو چې بيا يې زه ارام او بېغمه ژوند ته ورپرې نه ښودم
او ددغه فکر او احساس پايله دمحترم قاري نسيم دقتل سبب هم شوه.

قاري نسيم به ويل زما د احساساتو سمندر هغه وخت څپاند او ترساحله تېر شو چې کله مې دخپل جومات د ملا امام کوم چې بې پيلوټه الوتکې په نښه او شهيد کړ

زوی دکېمپ په هغه لوی ډېران وليد چې ګباړ يې راټولاو.

اودمکتب ددريم ټولګي دښوونکي کوم چې په موجوده حکومت کې دمامور په توګه دنده ترسره کوله او په يوه چاودنه کې ووژل شو

زوی مې دسايکلو دهوا نيوونکي سره په پنځوس روپۍ مزدور ولېد.

نوله ځان سره مې قسم وکړ چې دژوند تر روستۍ سلګۍ به دافغانستان دبې سرنويشته يتيمانو روزنه کوم .

او داسې مدرسه به جوړوم چې ديتيمانو دژوندانه ټولې اړتياوې پکې پوره وي.

قاري صاحب دحديثو د سترې دورې له فراغت نه روسته په ډېره لېوالتيا له مشرانو علماؤ او سپين ږيروسره خپل احساسات او فکر شريک کړ

علماؤ او سپين ږيرو دقاري صاحب عزم نور هم قوي او پياوړی کړ .

نوموړی په ډېرې پاکې او سپېڅلې ارادې اوکلک عزم خپلې سيمې ته ولاړ

هلته يې دټولې ولسوالۍ سپين ږېري راټول او خپل فکر يې ورسره شريک کړ

دولسوالۍ خلکو دقاري صاحب ښه تود هرکلی او کلک ملاتړ اعلان کړ او ورته ويل يې ستا هره اړتيا به موږ پوره کوو خوته خپل فکرته دعمل جامه ور واغونځه

له دې سره سره يې مدرسې ته پنځه جربه ځمکه هم وقف کړه .

قاري صاحب له خوشالۍ په جامو کې نه ځاييده ځکه هغه ستر ارمان يې تکميل ته په رسېدو وه

لومړی دخپل مرحوم پلار ملګري انجنر اصف ته ورغی چې د مدرسې دودانۍ يوه ښکلې نقشه پرې جوړه ګړي
مازديګر قاري صاحب ته يو کليوال زنګ وواهه چې بيګا ته زما ميلمه يې ماښام قاري صاحب راغی له کليوال سره يې ډوډۍ او خوږ مجلس وکړ

دشپې ناوخته کوربه کورته لاړ او دقاري صاحب يوازې په حجره کې شپه شوه

اتفاقي دکور خاوند انګړته راووت چې ګوري په حجره کې تته رڼا ده نو ورته رانږدې شو او ددروازې له چولې څخه يې ور ولدل چې ګورې قاري صاحب دموبائيل په رڼا يوه ترتيب شوې نقشه ګورې سړي له ځان سره وويل ښه!

موږ څه کوو او ته څه کوې دمدرسې دجوړولو په بهانه د قومندانۍ په وداني ډله ييز بريد ترسره کوې.

بې له کوم سوچ او فکره يې دنږدې اربکيو قومندان ته زنګ وواهه چې ده ترهګرو قومندان راسره دی غواړي چې په نږدې وحت کې يو ستر بريد ترسره کړې او دبريد لپاره ترتيب شوې نقشه هم له ځان سره راوړې .

کله چې سهار شو کوربه له ځان سره کرل او ريبل او په نه زړه په قاري صاحب چای وڅښه

دواړه دمدرسې په لور روان شول مدرسې ته له رېسدو لس دقې روسته دوه رينجرې اربکي راورسېدل لومړی يې دقاري نسيم واسکټ ته وکتل چې دمدرسې ته دسنکارۍ لپاره راوړل شو ډبرو باندې ايښی وو

او نيمه نقشه يې دڅنګ له جبه ښکاريده

بيا يې قاري صاحب بې له زنډه له ګريوان څخه ونيو و.

دمدرسې مزدوران او سپين ږيرې حک پک حيران شوه قومندان ته يې وويل څه خبره .

قومندان وويل مه غږيږئ

تل مو په ګوړه کې زهر خوړلي داد افغانانو قاتل او لوی خاين دی چې دمدرسې بهانه خپل شوم هدف ته ځان رسوي بې له زنډه به دده خيانت درته وښايم هغه کوربه هم دقومندان دخبرې ملاتړ او تائيد وکړ

قاري صاحب که څومره دخبرو کولو هڅه وکړه مګر اجازه يې ورنه کړه.

وحشي قومندان درينجر پر سر ولاړ اربکي ته پر سر اشاره وکړه

هغه هم پرې خپله بې رحمه ثقيله را وګرځوله او د قاري نسيم په سينه يې بېدرېغه مرمۍ او ورولې .

او قاري نسيم رحمه الله دمدرسې لپاره کنسي تاداو ته ستوني ستاغ ورړنګ شو اوتوره پګړۍ يې پر مخ راورانه شوه

قومندان او هغه کوربه واسکټ ته په منډه راغلل چې خلکوته دمجرم قاري نسيم جرم ثابت او په ګوته کړي له واسکټ څخه يې لويه نقشه راوکښله خلکوته يې وويل راشئ او خپله يې وګورئ

خلک په منډه منډه راغلل چې نقشه يې وغوړوله ګوري چې په غټ عنوان پرې ليکل شوي

(دافغانستان دبې سرنويشه يتيمانو دروزنيز مرکز د ودانۍ نقشه)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.