نظــر

جلال اباد او دوہ متشابہ بریدونہ

څلور کاله وړاندې د 1389 د چنګاس په 23مه شپې خپله کډه باروله او د ورځې رڼا ځمكې ته په راتلو وه، چې یو ناڅاپه د د جلال اباد د ښار ختیځې دروازې ته نېږدې د یوې درنې چاودنې غږ د ټوپكو ډزو ته لار پرانسته او ورسره سم د بهرنیو امریكایی پوځیانو تنې په وینو کې په شټېدو شوې. د ساعت په تېریدو د نړۍ هر لوری ته خبر ورسېد، چې د طالبانو یو تن سرتیری بریدګر خپل له بارودوډك سرف موټر د هوایی ډګر د شمال ختیځې برخې له دیوال سره وجنګاوه، د دیوال شاته پوسته یې سره له پوځیانو او څلوېښت ګزه دیوال او نور موانع یې له منځه وړی او ورپسې سمدستې نور پینځه سرتېری (فدایی) بریدګر په لاسی بمونو او درنو وسلو سمبال په دې

هوایی اډه كې د ناټو او ایساف ستر مركز ته ننوتی او جګړه روانه ده. اته ساعته وروسته د بهرنیو پوځیانو په منځ کې د وروستی ټپی طالب سرتیری بریدګر په ځان پورې د تړلی بارودی واسکټ په چولو جګړه پای ته ورسېده. په جلال اباد كې د سرتیرو بریدګرو دا ډله ېیز پراخ برید په خپل شکل كې د بهرنیو یرغلګرو لپاره تر ټولو خونړی و، ځکه لسګونه پوځیان یې مړه او ګڼ شمېر څرخکې، د ډرون بې پېلوټه څارګرې الوتکې او نور وسایل یې له منځه لاړل. کورنی پوځیان هم ددې برید له تېغه تېر شول. له هغې وروسته جلال اباد د نورو ډله ېیزو بریدونو هم شاهد و، خو پرونی ډله ېیز سرتېری برید په
خپل شکل كې دا ځل د کورنیو عسکرو لپاره تر نورو ټولو خونړی تمام شو. دا ځل د جلال اباد د ښار په زړه کې په مرکزی نقطه (د ولایت مقام او شاهی  ماڼۍ) د تېر یاد ډله ېیز برید د تاکتیک په تکرار دې برید د لسګونو کورنیو عسکرو ژوند ته د پای ټكی کېښود. دې پینځه ساعته جګړې د کرزی د ادارې یوځل بیا ټولو امنیتی او اداری ارګانونو ته د طالبانو ځواكنتیا ورپه ډاګه کړه. طالبانو وویل چې په دې برید کې یې 29 پولیس د حوزې د آمر په ګډون وژلی او د چټک غبرګون د کنډك د مرستیال په ګډون یې 48 ټپیان کړی. د عامې روغتیا یو ډاکټر د نوم د نه ښودو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دوی ته د پولیسو 14 مړی او 28 ټپیان ور وړل شوی. امنیه قومندان فضل احمد شیرزاد د وژل شویو پولیسو
شمېر 10 او د ټپیانو 14 وښود، خو د کورنیو چارو وزارت په دروغ ویلو کې له امنیه قومندان هم څو ګامه مخكې لاړ او د یوې اعلامې له مخې یې 2 پولیس مړه او څلور ټپیان وښوده. سړی نه پوهېږی چې دا دولتیان به ولې د مړو په پټولو داسې دروغ وایی.
دوی عجیب منطق کاروی. د سلګونو پولیسو د مركز په زړه کې د سر په بیه ډله ېیز ناڅاپی برید او بیا دوه مړه؟؟؟
دې برید دا وښوده، چې ټولټاکنو ته د كرزی د ادارې د پراخ امنیت د شتون ادعا د تبلیغاتی جګړې غټ دروغ دی، ځكه د هېواد د دویمه درجه ګڼ مېشتی ولایت په زړه د طالبانو دا ډول کامیاب برید د امنیت د شتون په اړه د کرزی د ادارې پر ټولو ادعاو د دروغو سره كرښه راکش کوی. نو د ولسوالیو په اړه ادعا خو یې مطلق دروغ دی.

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x