غزل – عرفاني

عرفان الله عرفاني

زړه مې در ړنګ شو، یاره څنګه وکړم؟

سینه کې تنګ شو، یاره څنګه وکړم؟

داسې خو نه وو دا دې څه پرې وکړل؟

لکه ملنګ شو، یاره څنګه وکړم

د کلي خلکو په مئین مشهور کړم

ځای مې ګړنګ شو، یاره څنګه وکړم

کله مسکی شې کله وکړې غوصه

دا کوم فرهنګ شو، یاره څنګه وکړم

نوی عاشق یم ډېر مې مه ځوروه

تور مې سپین رنګ شو، یاره څنګه وکړم

رقیب مې ولید مازدیګر کوڅه کې

رانه په څنګ شو، یاره څنګه وکړم

(عرفاني) راشه ننداره یې وکړه!

د سترګو جنګ شو، یاره څنګه وکړم؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.