نړۍ

پاکستان: په نظامي برخه کې امریکا ته محتاج نه یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان لومړی وزیر شاهد خان عباسي د یوې عربي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، هغه وخت ولاړ چې پاکستان به په نظامي برخه کې امریکا ته محتاج وو.

د امت نیوز د راپور سره سم شاهد خان عربي رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، امریکا دي د «تروریزم» پر ضد جګړه کې د پاکستان پر ونډې اعتراف وکړي او د بندیزونو لګولو فکر دي نه کوی.

نوموړي وویل چې مونږ بیا هم د «تروریزم» پر ضد جګړه روانه ساتو که هر څومره راته ګرانه پریوځي.

عباسي وویل چې امریکا که مرستې بندي کړي، مونږ به مجبوره شو چې له نورو لارو استفاده وکړو، که چیري امریکا پر پاکستان بندیزونه ولګوي د «تروریزم» پر ضد جګړه به ډېره کمزوري شي.

نوموړي همدارا امریکا ته د خپل وروستي سفر په اړه ویلي چې د امریکا د ولسمشر د مرستیال سره یې لیدنه د هغه په غوښتنه وکړه، کنه دده په پروګرام کې داسي څه نه وه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پاکستان لهجه د امریکا پر وړاندي ترخه شوې، په ځانګړي ډول له کله نه چې د امریکې ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې او په هغه کې یې پاکستان د «تروریزم» په ملاتړ تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په یاد می دی زمونږ په لمړنی ښوونځی کی زمونږ د تاریخ یو سپین ږیری مګر غیرتی استاذ د کوم پاچا د بیغیرته زوی په اړه چه نوم یی معتصم بالله خان او نور القاب ( پساوندونه او پیشاوندونه ) هم ورسره وو . مګر هغه اوږد نوم لرونکی شاهزاده دیر بی غیرته کارونه کړی وو ، نو هغه استاذ وایی په بی غیرتی یی خوابدی نه یم د ډیر پاچاهانو زامن چه په عیش او عیشرت لوی شوی تر دی شاهزاده ډیر بی غیرته وی مګر په دی شاهزاده په بی غیرتیو هم خوابدی نه یم په دی نوم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x