ورزش

کرکیټ: پاکستان د محمد عامر پر ځای عثمان شینواری لوبوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د چټک بال غورځوونکي محمد عامر د ټپي کېدو وروسته ددغه هیواد د کرکیټ بورډ پرېکړه کړې چې د هغه پر ځای به پښتون لوبغاړی عثمان شینواری ولوبوي.

د پاکستاني رسنیو په وینا محمد عامر ته ډاکټرانو د ۲ څخه تر ۳ اونیو د ارام مشوره ورکړې، نوموړی د سیرلنکا سره د ټیسټ لوبې پر مهال په پښه کې د درد له امله له لوبې ووتی.

عثمان شینواری لیفټ آرم فاسټ بالر دی، ۲۳ کاله عمر لري، د فاټا چیتاز، کراچي کینګز او نورو محلي لوبډلو لپاره یې لوبې کړي.

که څه هم تر اوسه یې په څلورو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان نمایندګې کړې خو دا یې لومړی ځل دی چی په یوه ورځنۍ لوبو کې ګډون کوي.

ټاکل شوې چې پاکستان او سیرلانکا په دوبی او شارجه کې د ۵ لوبو سیریز وکړي چې د اکتوبر پر ۱۳ نیټه پیلیږي او پر ۲۳ اکتوبر پای ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x