عادل جبیر: سعودي په زرګونو سخت دریځه امامان له دندو شړلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۶): د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې رسنیو ته وویل چې هیواد یې په زرګونو سخت دریځه ملا امامان له امامت څخه شړلي دي.

نوموړي وویل: « مونږ به هیڅکله نفرت خپروونکو ته اجازه ورنه کړو، مونږ به هیڅ کله د سخت دریځو مالي کومک کته اجازه ورنه کړو، مونږ به د سخت دریځ فکر پر وړاندي ودریږو».

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل: مونږ په دې اړه په خپله تګلاره کې ډېر سخت او پابند یو، مونږ خپل تعلیمي نظام نوی (ماډرن) کوو، تر څو د لیکلو نصوصو (قرآن او آحادیثو) غلط تفسیر ونه شي.

نوموړي وویل چې مونږ او روسیه په ګډه د «تروریزم» پر ضد جنګیږو او یو له بل سره به ملاتړ لا زیات کړو.

عادل جبیر په دغه کانفرانس کې یو ځل بیا د قطر یادونه وکړه او وې ویل چې د تروریزم ملاتړ او د سعودي په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر ځکه بندیزونه لګولي چې په وینا یې د تروریزم (اخوان المسلمین، حماس او نورو اسلامي ډولو) ملاتړ کوي او د یادو هیوادونو په داخلي چارو کې مداخله کوي، خو قطر دا تورونه سراسر غلط او بې ځایه بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !! پخوا به د الله چ له خوا وحی پیغمبرانو ته راتلی ، او فتوی به هم هغو جیدو علماوو ورکولی چه فطری لوړ استعداد ، زیاته اسلامی پوهه ، په عربی ژبه به ښه پوهیدلو او په څنګ کی به ور سره د ښه ایمان او تقوی څښتن وو. مګر نن صبا امریکا دجالی خدای دی او د اسلامی غلامو هیوادو غلام چارواکی یی پیغمبران ، مفتیان او قاضیان دی ، چاته چه امریکا تروریست یا دهشتګر ووایی د اسلامی هیوادو پیغمبران او مفتیان چارواکی یی هم تروریست او دهشتګر یادوی که چاته سخت دریزی یاد کړی دوی… نور لوستل »