janj jallabd kabul

د کابل اوننګرهار وروستي برید ونه د جګړې معادله پرکوم لور اړولي شي؟

پرون سهار او ماخوستن یوشمیر وسله والو برید کوونکو په کابل او ننګرهارکې څو مهم دولتي اهداف په نښه او پرهغویې خونړي بریدونه تر سره کړل .

په کابل کې دبرید موخه ارګ ته مخامخ دسریناهوټل او په ننګرهارکې لومړۍ امنیتي حوزه ، د قصر ماڼۍ او دولایت مقام وه په دواړو ځایونو کې د برید دقیق وخت او په هغه کې په نښه شویو مشخصواهدافو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دحملو په طراحې کې یې له ډیر دقت څخه او پوره پوځي مهارت څخه کار اخیستل شوی دی.
د خبري رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس د ننګرهار په بریدکې چې پنځه ساعته یې دوام درلود دیوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي په شمول ۲۴ تنه دولتي عسکر مړه او ژوبل شوي دي، اود کابل په هغه کې چې ۳ ساعته یې دوام وکړ د څلورو بهرنیانو په شمول ۹تنه وژل شوي دي.

داچې په دواړو پیښوکې د بریدونو نوعیت سرښندونکی او د داسې وسله والو لخوا تر سره شوی چې د وسلو ترڅنګ په چاودیدونکو توکو هم مجهزول نو د ولسي خلګو د تلفاتو ډیر احتمال پکي ممکن وه ، خو برید کوونکو د خپل ځانګړي تکتیکي نوښت په کارولو سره دغه احتمال هغه مهال ناشونی کړ چې دبریدونو د ترسره کولو لپاره یې داسې وختونه انتخاب کړل چې له یوې خوا یې امنیتي ځواکونه اغفال کړل او له بلې خوايې د ولسي تلفاتو مخه ونیوله .
د کابل اوننګرهارپروني بریدونه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ولسمشریزو ټولټاکنو د ترسره کیدو لپاره په ټول هیواد کې امنیتي ځواکونه د فوق العاده احضاراتو په حال کې قرار لري، او رأیې ورکوونکو ته د هغوی د امنیت ساتلو اطمنان ورکوي.
دیادو بریدونو تر پایته رسیدو وروسته د دولت لوړ پوړو امنیتي چارواکو د خبریالانو د دې پوښتني ځوابو لوته هیڅ نه لرل چې څرنګه د امنیتي ځواکونو له لومړي نمبر احضاراتو سره سره برید کوونکو له دومره زیاتې اندازې چاودیدونکو موادو او وژونکو وسلو سره په کابل اوننګرهار تر داسې مهمو او حساسو دولتي نقطوپوري ځان ورساوه؟
د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال ايوب سالنګي د یوه لوړ رتبه امنیتي مقام په حیث د دغه ډول بریدونو دترسره کیدو او د هغوی په مقابل کې د امنیتي ځواکونو د ناتواني په اړه په خپل لومړی غبرګون کې وویل : ( د دې ډول بريدونو مخنيوى ځکه ګران دى، چې څوک له ځانه تېر وي، نو مخه يې نه شي نيول کېداى)
له محاربوي او پوځي اړخه د جګړې په ساحه کې د دومره لوړرتبه امنیتي مقام داډول څرګندونې په خپله ناکامي باندې ښکاره اعتراف دی ؛ ځکه د دوی په مقابل کې جنګیدونکي وسله وال خو ټول ځان تیري او په همدې روحیه له امنیتي ځواکونوسره جنګیږي ،نو که د جنرال سالنګي په خبره د هغوی مخنیوی ناشونی وی بیا خو د دوی هغه احضارات چې دانتخاباتي بهیر دامنیت ساتلو لپاره یې د ۴۰۰۰سوه زره امنیتي ځواکونو په توظیفولو سره نیولي هم بي ګټې دي .
داچې افغانستان په یوه فوق العاده جګړه ییز وضعیت کې قرار لری او ټول امنیتي ځواکونو یې عملا د تیارسۍ په حال کې دي، خو بیاهم مقابل لوری په دې توانیږي چې په پوره کامیابي سره په ډیرو حساسو امنیتي نقاطوکې خپل مورد نظر هدف په نښه او په یوه محدود شمیر جنګیالیوسره زرګونه تیارسۍ ځواکونه په ساعتونو مصروف کړي.
دطالبانو لخوا په داډول حساس وخت کې تر ټولو حساس او خوندي نقاط په نښه کول او هلته ته ځان رسول په واقعیت کې د هغوی په فعال محاربوي استعداد دلالت کوي ، هغه محاربوي استعداد چې کولی شي په مټ یې روانه جنګي معادله پرخپل لور ورواړوي.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د