د ډوډۍ خوړلو او اوبو څښلو شرعي آداب

د هند ستر عالم مولانا عاشق الهي

د کائناتو رحمت ،دموجوداتو فخر احمدمجتبی محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې :

اول – اودس کول یعني د دواړو لاسونو او خولې مینځل له ډوډۍ څخه مخکې او وروسته د ډوډۍ لپاره برکت دی.

دوهم – بسم الله ووایئ او بیا ډوډۍ وخورئ .

دریم – په ښي لاس ډوډۍ وخورئ .

څلورم – له خپل طرف څخه خوراک کوئ یعني د کاسې په ټولو خواوو کې لاس مه وهئ بلکې یوازې له خپل لوري خوراک کوئ .

پنځم –   هیڅکله په چپ لاس خوراک یا څښاک مه کوئ ځکه په چپ لاس خوړل او څښل د شیطان کار دی.

شپږم – څوک چې په یوه لوښي کې خوراک وکړي او هغه پاک کړي نو هغه لوښی دخوراک کوونکي لپاره بښنه غواړي.

اوم – کله چې ستاسو له لاس څخه د خوراک په مهال کومه مړۍ په ځمکه وغورځي له هغې مړۍ څخه خس او خاشاک صفا کړئ او ویې خورئ شیطان ته یې مه پریږدئ ،کله چې له ډوډۍ خوړلو فارغ شئ مخکې له دې چې لاسونه ومینځئ خپلې ګوتې وڅټئ ځکه تاسو ته معلومه نه ده چې برکت د ډوډۍ په کومه برخه کې دی .

اتم – د لوښي له منځ څخه خوراک مه کوئ بلکې دلوښي له څنډو خوراک کوئ ځکه د لوښي له منځه تاسو ته برکت راځي.

نهم – پخپلو کې سره یوځای شئ او په ګډه ډوډۍ وخورئ، بسم الله ووایاست او بیا ډوډۍ وخورئ ځکه په دې سره برکت راځي.

لسم – د ډوډۍ خوړلو په وخت خپل پایزار وباسئ چې په دې سره ستاسو پښو ته ارام حاصلیږي.

یوولسم – د اوښ په شان په یوه ساه اوبه مه څښئ بلکې په دوو یا دریو ساه ګانو یی څښئ .

دوولسم – کله چې اوبه څښل شروع کوئ نو په پیل کې بسم الله ووایاست او کله مو چې اوبه وڅښلې او لوښی ږدئ نو الحمدلله ووایاست .

دیارلسم – څوک چې د اوبو یا کوم بل څښاک ورکوونکی وي نو خپله دې په آخر کې وڅښي.

څوارلسم – یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته څه خواړه راوړل شول هغه له اسماء بنت یزید رضی الله عنها نه غوښتنه وکړه چې چې له خوړو څخه څه اندازه خوراک وکړي.اسماء رضی الله عنها وویل : اوس مهال اشتهاء نلرم . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :لوږه او دروغ مه سره یوځای کوه . یعنی د لوږې په حالت کې مه وایه چې د ډوډۍاشتها نلرم .

پنځلسم – کله چې ښوروا پخوئ نو اوبه لږ ورزیاتئ کړئ او د خپلو همسایه ګانو لحاظ هم وکړئ. یعني خپلو همسایه ګانو ته هم له هغې ښوروا یوه اندازه ورولیږئ ،چې په ښوروا کې داوبو په زیاتولو همسایه ګانو ته هم رسیږي.

شپاړسم – رسول الله صلی الله علیه وسلم په میزونو او وړو کاسو کې خوراک نه دی کړی،بلکې آنحضرت صلی الله علیه وسلم او د هغه صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین به د دسترخوان په سر خوراک کاوو.

اوولسم – رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:د یوه کس ډوډۍ د دوو کسانو لپاره، ددوو کسانو ډوډۍ د څلورو کسانو لپاره او د څلورو کسانو ډوډۍ د اتو کسانو لپاره کفایت کوي. یعني په همدې طریقه کار پرمخ ځي او ژوند تیریږي نو د کوم میلمه یا محتاج کس له راتګ څخه مه تنګیږئ او په ورین تندي یي له ځان سره په خوراک کې شریک کړئ.

اتلسم – که چیرې څو کسان په شریکه سره خورماخوري نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی په اړه فرمایلي:د دوی له جملې یو هم حق نلري چې دوه خورماوې په یوه وار خولې ته کړي ترڅو یي له خپلو ملګرو اجازه نه وي اخیستي.

نولسم – رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې پياز یا اوږه یا د هغې په شان کوم بل بدبویه شی وخوري،د بدبویي د ختمیدو تروخته دې له مسجد څخه لري اوسي او یایي داسې وفرمایل : په خپل کور کې دی کیني.

شلم – د ډوډۍ په پیل کې بسم الله ووایئ خو که دډوډۍ په پیل کې درنه بسم الله ویل هیر شول نو په مابین کې کله چې په درپه یاد شول بیا داسې ووایئ بسم الله اوله وآخره .

یوویشتم – رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

څوک چې په داسې حالت کې ویده شي چې دهغه لاس په کوم خوراک غوړي یا دهغه په مثل کوم شي باندې ککړ وي او لاسونه یي مینځلي نه وي نو که هغه ته کوم تکلیف ورسیدمثلا مار، لړم یا کوم بل شي وچیچه نو دغه شخص دې یوازې خپل ځان ملامت وبولي ځکه هغه دا تکلیف له خپل غفلت او سستي څخه رسیدلی دی.

دوه ویشتم – یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خورما خوړله چې تازه نه وه، نو هغه به هره خورما کتله او که به چینجی په کې و هغه یي ترې لرې کاوه، له دې څخه معلومه شوه چې دخورما او نورو میوو له چینجو سره خوړل ناروا دي .

درویشتم – رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي :که چیرې مچ ستاسو د ډوډۍ خوړلو په لوښي کې ولویږي نو هر هغه شی چې په لوښي کې موجود وي مثلا ښوروا،پۍ،چای یا نور مائعات ، په هغه لوښي کې مچ پوره داخل کړئ بیا هغه راوباسئ او لرې یئ وغورځوئ ځکه چې د هغه په یوه وزر کې شفاء او په بل کې وزر کې یې مرض دی. او په یوه بل روایت کې راغلي چې دهغه په یوه وزر کې زهر او په بل کې شفا ده او مچ خپل د زهرو وزر وړاندې او دشفاء وزر وروسته داخلوي.

او په یوه بل روایت کې داسې راغلي:مچ د مرض د وزر په واسطه د خپل ځان حفاظت کوي یعنی خپل د شفاء وزر ساتي نو په همدې خاطر هغه په لوښي کې ډوب کړئ ترڅو د مرض لپاره علاج وګرځي.

فائده :

دالله تعالی پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا طریقه د علاج لپاره فرمایلي ده او امریې نه دی کړی چې ضرور داخوراک وخورئ نوځکه که د چا طبیعت یي نه مني هغه دې دا خوراک نه خوري.

څلوریشتم – رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ډیر خوړل ښه نه دي ګڼلي او فرمایلي یي دي چې ډیر خوراک شوم دی یعنی هغه کس په داسې عیب او علت مبتلا دی چې له هغه هرځای په تکلیف وي او خلک ورته په بد نظر ګوري.

پنځه ویشتم – رسول الله صلی الله علیه وسلم په دریو ګوتو خوراک کاوو او د لاسونو له مینځلو مخکې به یې خپلې ګوتې څټلې .

شپږ ویشتم – که غواړي ډیر ګرم وي نو د هغه سر پټ کړئ او انتظار ورته وکړئ چې زیاته ګرمي یې ختمه شي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دارنګه کول د برکت لپاره بهترینه ذریعه ده.

اوه ویشتم – حضرت انس رضی الله عنه وایي :رسول اکرم صلی الله علیه وسلم مې ولید چې په دوو پښو ناست و او خورما یي خوړله .

اته ویشتم – په یوه مجلس کې د ډوډۍ خوړلو لپاره ډير خلک رایوځای شوي وو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو ګونډو کیناست . په دې خاطر چې په کې تواضع هم شته او د مجلس رعایت هم کیږي. په دې سره د مجلس خلکو ته ځای هم پراخ شو.

نهه ویشتم – له دسترخوان ټولولو وړاندې مه پورته کیږئ .

دیرشم –   که له بل کس سره یوځای ډوډۍ خورئ نو ترڅو چې هغه کس ډوډۍ نه وي بس کړي تاسو مه شاته کیږئ که څه هم تاسو ماړه شوي یاست ځکه که هغه یوازې پریږدئ شاید هغه شرم محسوس کړي او ډوډۍ پریږدي او که ډوډۍ خوړل پریږدئ نو عذر ورسره ووایاست .

یو دیرشم – د ژي یا مشک له خولې څخه اوبه مه څښئ . دغه راز له بدنۍ، منګي،صراحي او بوتل څخه د اوبو څښلو ادب هم دادی چې خوله ورباندې مه ږدئ په ګیلاس یې ترې وڅښئ.

دوه دیرشم – د اوبو په لوښي کې له ساه اخیستلو او پوکی کولو نه ځان وساتئ .

دری دیرشم – په ولاړې اوبه مه څښئ . البته د زمزم او اوداسه د پاتې اوبو حکم جلا دی.

څلوردیرشم – له هغه لوښي څخه څښاک مه کوئ چې مات وي.

پنځه دیرشم –   زموږ محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اړخ لګولو یا ډډې وهلو په حالت کې خوراک نه کاوو ځکه دا تکبر دی.

شپږدیرشم – د خدای رسول صلی الله علیه وسلم خوراکي شیانو ته هیڅکله بد نه دي ویلي که به یي کوم خوراک ته زړه کیده خوړ یې او که به یې خوند ورنکړ نو پرېښود یې .

اوه دیرشم – حضرت حذیفه رضی الله عنه فرمایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم موږد سروزرو په لوښو کې له خوراک یا څښاک کولو څخه منع کولو .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.