akhlaq-1

د میزبان په کور کې دتصرف ، او هلته دڅه لټه ولو نه دځان ساتلو ادب

یو څو اهم اسلام آداب -11 ادب:

لیکنه : عبد الفتاح ابو غده…

ژباړه : مفتي احسان اللّه…

کله چې د خپل یو مسلمان ورور یا د دوست کور ته ورسې ، هغه دي هلته پر یو ځای کښېنه وي ، او يا دي ويده کړي ، نو خپل نظر داسي اېله مه پرېږده ، لکه په یو شي په سي چې ګرزې ، بلکي خپل نظر ښکته ساته ، کله چې کښېنې ، یا ويده کیږې ، یوازي هغه څه ته دي سترګي ور اړه وه ، کوم ته چې دي ضرورت وي ، له بل هر څه يې را ګوره ، یو بنده المارۍ مه خلاسه وه ، همداسي صندوق هم مه خلاسه وه ، یا بل کوم بکس ، او یا خلته چې تړلې پرته وي ، او یا بل داسي شی چې پټ اېښودل سوی وي ، دا شان مه خلاسه وه ، ځکه دا داسلامي ادب خلاف کار دی ، او دا د هغه امانت هم خلاف دی ، کوم چې ستا مسلمان ورور یا بل دوست په خپل کور کې د اوسېدلو ځای درکړی دی ، نو ځکه لازمه ده ، چې د چا سره د ملاقات نه مخکي د ملاقات آداب زده کړې .

او د حسن معاشرت او د هغې په ټولو اقسام عمل وکړې ، او خپل میزبان ته ځان ښه په محبوبیت او ادب سره ښکاره کړه ، اللّه دي ستا حافظ او ملګری سي .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.