
شاوخوا نیم میلیون افغانان د ستونزو له امله بې کوره دي
د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايی چې په تېر لمریزکال کې په افغانستان کې بې ځایه شوي خلک لس سلنه ډېر شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولینو په وینا دا مهال په ټول هېواد کې نیم میلیون افغانان د بېلابېلو ستونزو له امله خپلې سیمې او کورونه پریښي دي.
بل خوا یو ان اچ سي وايي، چې د تېرمیلادي کال په پرتله هېواد ته د راستنېدونکو افغانانو په شمېر کې پنځوس سلنه کمښت راغلی.