
په افغانستان کې ویکيپيډیا ته لاس رسی وړیا کیږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ دوشنبه د روشن شرکت او ویکیمیډیا بنسټ تر منځ نوی تفاهم لاسلیک شو، د کوم له مخې چې به افغانان کولای شي له دغه شبکې څخه په وړیا توګه نړیوال پوهنغونډ یا ویکیپيډیا ته لاس رسی ولري.
ددغه تفاهم پر اساس به د تلیفون کاروونکي د راتلونکو ۱۲ میاشتو لپاره ویکپيډیا ته وړیا لاس رسی لری، د روشن شرکت به د خپلو ګډونوالو څخه د پاڼې پر کارولو د انټرنیټ پیسې نه کاټوي.
ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه دغه خدمت پر روشن باندي فعاله شي.
ویکیپيډیا د پښتو سربېره د نړۍ په اکثرو ژبو وړیا پوهنغونډ دی، چې په سلګونو زره مقالې په کښي لیکل شوي او هر سړی کولای شي چې نوي معلوماتي مقالي په کښې ولیکي او یا د نورو لیکل شوي مقالې تصحیح کړي.
د ویکیپيډیا «زیرو» په نامه دغه طرحه به په بشپړه توګه وړیا وي، کاروونکې به یې کولای شي چې ټولې پاڼې وګوري، پلټنه په کښي وکړي او ایډیټنګ په کښي وکړي.
که څه هم پښتو ژبه یې تر اوسه ډېره غني نه ده، خو په دې نوي پرمختګ سره به ډیری پښتانه ورته متوجې شي او تمه شته چې پښتو برخه یې هم د وخت په تېرېدو سره لا غني شي.