نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال ( وروستۍ برخه)

prisonersڅه وخت وروسته بیا امریکایانو تحقیق پیل کړ، خو دا تحقیق تر هغه لومړني یو څه آسانه و، دوی خپله راته وویل چې هغه مخکني تحقیقات زمونږ د نظامي استخباراتو له خوا کېدل، دا ځل تحقیقات زمونږ دملکي استخباراتو له خوا کېږي، په دې دوهم ځل کې یې یوه پنجشیري ته هم اجازه ور کړه چې د تحقیق جریان ته غوږ ونیسي، هغه ناست و، دوی له ما نه پوښتنې کولې، ما یې ځوابونه ور کول!

 امریکایان لاړل، موظف کسان راغلل زه یې بهر ته را وویستم، هغه پنجشیري زما په ولیو لاس کېښود، وايي آفرین سخت ښه ځوابونه دې ور کړل، ما به چې ځوابونه ور کول، هغه پنجشیری به یو ډول وارخطا غوندې شو، ده به دا ګومان کولو چې اوس د ده په سر ما ته څه ونه وايي! بهر یې خپلو نورو ملګرو ته ویل چې والله آفرین، استاذ داسې نر غوندې ځوابونه ور کړل! آفرین دې پرې وي!

 ما ته  یو ډول تعجب ښکاره شو، چې سړیه دا کسان څومره یرېږي، دوی امریکایانو ته د یوې خبرې ځواب ور ګرځول هم دومره لوی شی ګڼي!
 خو وروسته پوه شوم چې په حقیقت کې د دوی ډوډۍ د امریکایانو په لاس کې وه، هغه امریکايي چې له ما نه تحقیق کولو هغه راته ویل چې ګوره حال ووایه، تر څو چې حال ونه وايې له دې ځایه نشې خلاصېدای، او ته به فکر کوې چې څوک به دې خلاص کړي، بې غمه اوسه، دلته واک زمونږ دی! ته په دې پوهېږې؟ تر څو چې مونږ نه وي غوښتي چې ته خلاص شې، هېڅوک دې نشي خلاصولی! او دا حقیقت و!

۵– په عام ډول د استخباراتو او هغه هم د تحقیق په جریان کې لوی هدف دا و چې له بندي نه په یو ډول نه په یو ډول معلومات تر لاسه کړي، هغه که په رښتیا وي که درواغ، ځکه دوی په دې توګه کریډت تر لاسه کولو، هر څارنوال به کوشش کولو چې له بندي نه یوه خبره را وباسي، کوم بندي به چې دوی ته خبرې کولې، د دوی به له هغه سره ډېر فکر برابر و، که څه هم چې په درواغو به یې ورته کولې، او دوی به په دې ښه پوهېدل چې درواغ وايي، خو بیا یې هم لیکل او خوشحاله به وو.

شخصا ما خپله همداسې ور سره وکړل، کله یې چې ډېر تنګ کړم، وايي ووایه، یو څه به خامخا وايې، ما ویل درواغ درته ووایم، وايي هو، ووایه درواغ ووایه، یو څه ووایه! ما قسم ورته وکړ چې ګوره دا څه چې درته وایم درواغ دي، حقیقت نه لري، یوازې ددې لپاره يې درته وایم چې له وهلو ځان خلاص کړم، وايي ووایه، درواغ ووایه خو یوڅه ووایه!

 د کونړ یو حاجي صیب را سره و، هغه ویل زه یې هم ډېر تنګ کړم، په اوسپنو یې  په نوکانو ووهلم، ما ورته ویل چې څه غواړئ؟ وايي ووایه یو څه ووایه! ما ویل ګوره څارنوال صیب! که زما په اقرار ستا رتبه لوړېږي، زه ټول هغه څه درته وایم چې ته یې غواړې! ته یې لیکه او ما ته وایه چې ګوته درته ولګوم، خو په دې شرط چې ددې معلوماتو په اړه په بل ځای کې له ما نه پوښتنه ونه شي، په دې توګه به له یوې خوا ستا رتبه لوړه شي، معاش به دې زیات شي، او له بله پلوه به زه له جنجال نه خلاص شم!

دوی دوه کسه وو، یو او بل ته یې سره وکتل، هغه یوه یې بل ته ویل چې څنګه؟ هغه ورته ویل چې نه، د بیا پوښتنو ضمانت خو یې مونږ نشو کولی، ما ته یې ویل چې که بل ځای ددې معلوماتو په اړه پوښتنې درنه کېدلې، مونږ یې ضمه وار نه یو، ما ویل، داسې نو نه کوم، چې همدلته تاسو ته درواغ ووایم، ستاسو رتبې لوړې کړم، او بل ځای به وهل کېږم ټکول کېږم، هلته به بیا ددې معلوماتو په اړه نورې پوښتنې را څخه کېږي، هلته به بیا زه څه ورته وایم!

۶– د تحقیق په جریان کې بندي کله کله له داسې پوښتنو سره مخ کېږي چې سړی فکر کوي استخبارات یې په اړه پوره پوره معلومات لري، ځکه خو په همدې وخت کې ځینې ځینې بندیان سهوه کېږي، هغه داسې چې ټول حال ورته ووايي.

 په دې باید سره پوه وو چې استخبارات یو ځانګړې څانګه ده، ځانګړي خصوصیتونه لري، استخباراتي کسانو ته ځانګړې او مشخصې زده کړې ور کول کېږي، د بندي په اړه، له بندي څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو په اړه.

دوی لومړی له هر بندي نه د هغه د ژوند ټول جریان پوښتي، تر څو معلومه کړي چې له بندي نه باید څه ډول پوښتنې او په کومه برخه کې وکړي، د بېلګې په توګه که بندي محصل وي، دوی سمدستي ورته وايي چې تا په پوهنتون کې د حکومت خلاف فعالیت کولو، نور محصلین دې د حکومت مخالفت ته را بلل، له نورو محصلینو سره دې پټې پټې غونډې کولې! محصل حیران شي چې دا ظالمان خو لکه چې زما په ټولو کړو وړو خبر دي، ځکه که یو محصل وغواړي چې په پوهنتون کې د حکومت خلاف فعالیت وکړي په همدې برخو کې به یې کوي، له دې پرته یې په بله برخه کې نشي کولی!

 او که یو بندي تجار وي مثلا، حکومت یې ونیسي، معلومات ترې ترلاسه کړي، نو هغه ته وايي چې تا د دوی په اصطلاح له تروریستانو یا طالبانو سره مالي کومک کولو! پیسې دې ورکولې! یا دې نور تجاران دېته هڅول چې پیسې ور کړي! یا دې د تجارت په مال کې د هغوی لپاره وسله وړله راوړله، او یا دې هغوی ته د هغوی دضرورت وړ شیان ور وړل!  او دا یقیني ده چې که یو تجار له مجاهدینو سره کومک کوي نو په همدې برخو کې به یې ور سره کوي!

 او که کوم کلیوال سړی ونیسي هغه ته وايي چې تا له طالبانو سره د حکومت پر ضد وسلوال فعالیت کولو، په جنګ کې دې برخه ور سره اخیسته، ماینونه دې ور سره ښخول! په کور کې د ځای ور کولو! ډوډۍ دې ور کوله! او دا یقیني ده چې که کلیوال سړی له مجاهدینو سره کومک کوي په همدې برخو کې به یې ور سره کوي!

 ځکه خو ډېری بندیان چې له دا ډول تورونو سره مخ شي، سمدستي ټول حال ورته ووایي، دی فکر کوي چې که دوی زما دکړنو په اړه معلومات نه درلودی نو دوی څه پوهېدل چې زه څه کوم او په کومه برخه کې یې کوم! خو په حقیقت کې استخبارات دده په اړه په هېڅ ډول دومره مفصل معلومات نه لري، داسې عمومي معلومات وي چې دوی یې د بندي له کسب، کار او دندې څخه معلوموي او بیا تخمیني پوښتنې کوي!

له کوم څه سره چې زه خپله مخ شوم! په لومړي سر کې حیران شوم چې دا څه بلاوې دي، دا خو زما په ټولو کړو وړو خبر دي، له همدې کبله ذهنا دېته تیار شوم چې ټول حال ورته ووایم! خو بیا مې یو څه ځان ټینګ کړ، هغه که ګورم دوی سست شول! زه تر آخره حیران وم، ما ویل هغه یو څو خو یې داسې نغدې نغدې پوښتنې وکړې، چې آن دنښې منځ یې وویشت! خو چې اوس ولې بیا هغه پوښتنې نه را څخه کوي! زه تر پایه په دې باور وم چې نن به یې را څخه کوي سبا به یې را څخه کوي!

خو کله مې چې لږ فکر وکړ، پوه شوم چې دا کسان درواغ وايي، دا یو څو پوښتنې يې چې نغدې نغدې وکړې، دا یې دهغو معلوماتو په رڼا کې وکړې کوم یې چې زما د شخصي ژوند په اړه له ما نه تر لاسه کړل! او په دې مې هلته یقین زیات شو کله چې امریکايي محقق پوښتنه را نه وکړه چې تا دا کار کړی! دا ولې؟ زه حیران شوم، چې دا کار خو ما په رښتیا هم کړی، خو ما خو ډېر پټ کړی و، او داسې څوک را باندې خبر هم نه و، خو اوس حیران په دې یم چې دا ظالم څه ډول او د چا له خوا خبر شوی! نېږدې و چې ټول حال ورته ووایم، یو ځل مې هسې په ذهن کې راغلل چې کېدای شي دا به هسې تخمیني پوښتنه کوي، نو مې ورته ویل ستا خبره سمه نه ده، ما دا کار نه دی کړی، ستا معلومات سم نه دي! ده ویل: په دې معنی چې زه درواغ وایم! ما ویل نه، دا ضرور نه ده چې ته به درواغ وايې او نه زه دا خبره کوم، ته چې دا خبره کوې د هغو معلوماتو په رڼا کې یې کوې چې یو کس یا ستاسو جاسوس تاسو ته در کړي، په حقیقت هغه تاسو ته معلومات غلط درکړي! ته به د هغه دمعلوماتو په رڼا کې خبره سمه کوې، خو هغه معلومات سم نه دي!

دلته مې له ځان سره ویل چې راځه یو ځل یې وآزمایه چې دی څه وايي، ماویل ځه که دا جرم ما په رښتیا کړی وي، او ستا معلومات لکه ته چې وايي صحي وي، نو دا راته ووایه چې دا کار مه څه وخت کړی؟ ده راته ویل چې درې میاشتې وړاندې! او حال دا چې هغه کار ما یو کال مخکې کړی و! له دې خبرې سره زه ډاډه شوم چې د سړي معلومات دقیق نه دي، نور هم پسې ورته ټينګ شوم، ځکه پوه شوم چې معلوما یې درست نه دي! ده به چې هر څه ویل، که څه هم چې صحیح به وو، ما به چورلټ انکار وکړ، ما ویل دا سم نه دي! تا ته معلومات غلط در کړل شوي!
بل ځل یې راته ویل چې تا دا کار کړی، او حال داچې هغه ما بلکل نه و کړی، ما ویل نه مې دی کړی، وايي کړی دې دی، ما ویل که تا زه لیدلی یم چې دا کار مې کړی؟  ده ویل، نه ما خپله نه یې لیدلی، له دې سره زه نور هم ډاډه شوم، ځکه لومړی ما فکر کولو چې کیدای شي ده خپله زه په هغه ځای کې لیدلی وم، خو چې ده ویل چې ما خپله نه یې لیدلی نو ډاډه شوم چې خبره یې درواغ ده، ما ویل که تا نه یم لیدلی، ستا جاسوس خو به خامخا لیدلی وم، ځکه چې تا ته معلومات هغه در کړي، او ستا جاسوس چې جاسوسي کوله، داسې یو څه خو به تاسو خامخا ور کړي وي چې د هغه په مټ یې زما انځور ایستلی وای، او تاسو ته یې در کړی وای، په دې توګه به اوس له تاسو سره سند پروت و، او ما به انکار نشو کولی! له دې سره سړی غلی شو! زه هم پوه شوم چې سړی درواغ وايي، له دې وروسته به یې که رښتیا ویل هم، ما به نه ور سره منل!
 باید ووایم چې له بندیانو سره تر ټولو زیاته بده رویه د کندهار په زندانونو کې کېږي، د کندهار یو ملګري نادرې کیسې راته وکړې، هغه ویل چې دا د کابل وحشت د کندهار وحشت ته سلامي کوي! وايي هلته چې بندي لومړی ونیسي، ددې پر ځای چې په معمولي ډول یې لاسونه د مخ لوري او یا تر شا ور وتړي، لاسونه یې د شا له لوري له ولیو سره تړي، داسې چې یو لاس یې د ولې له پلوه شاته ور ښکته کړي، او بل لاس يې د ملا له خوا پورته را کش کړي، یو بل ته یې سره نېږدې کړي او بیا یې یو ځای ولچک کړي!! یقینا چې ډېره سخته ده، داسې چې لاسونه په ولیو کې ور سره خېژي! او سړی سم او نیغ نشي درېدلی، مجبور دی ځان به د شا لوري ته اچوي، داسې چې سینه یې راووزي! او ملا یې د شا لوري ته کږه شي!

بل وايي دا جنایت کوي چې یو بندي ونیسي، نو یې ستوني ستغ پریباسي، لاسونه او پښې یې ور وتړي، او نور یې هم په داسې ډول کلک وتړي چې خوځېدی نشي، په یو او بل اړخ کېدای نشي، بیا نو پلاستیکي بوشکې را واخلي، د بندي نس لوڅ کړي، بوشکې ته اور ور کړي، او بیا یې د بندي د نامه د پاسه په داسې ټوګه را ځوړند کړي چې بوشکه سوځي، او بندي په نامه را تویېږي! په دې توګه یې تر هغه همداسې پرېږدي چې بندي اعتراف وکړي! او که یې نه کوي، نس یې سوری کېږي! کولمې یې غوڅېږي! هغه نور د اور سوی خو څه کوې!!!

بل داسې وحشت کوي چې د سړي غوني زېږه کېږي، هغه داسې چې دغوندي ستن را واخلي، د بندي د تناسلي آلې په سوري کې یې ور ننباسي، بیا را باسي او بیا ننباسي! تر دې چې اعتراف وکړي! او که نه په همدې شرمناک او وحشي ډول یې کړوي! یا داسې کوي چې یوه وړه د لرګي ټوټه راواخلي، په هغې کې واړه واړه میخونه ټک وهي، داسې چې سرونه یې هسې معمولي ښکاري! نور د بندي خصیتینې په یو موټي کې داسې ټینګې ونیسي چې نیمې له موټي راوتلې وي! طبعا د بندي خو یې مخکې له مخکې لاسونه او پښې ور تړلي وی! او په دې بل لاسه هغه د میخونو ډکه دړه ورته ونیسي، په خصیتینو یې وهي! وهي! تر څو بندي اعتراف نه وي کړی په همدې ډول یې کړوي!  الله جل جلاله دې ټول ددې وحشیانو له وحشت او ظلم نه وساتي! آمين.

ددې لپاره چې د تحقیق په دروان کې له یوې خوا دښمن ته سم او دقیق معلومات نه وي ور کړل شوي، او له بلې خوا د ظالمانو له شکنجو او کړاوونو نه بندي تر یو حده ځان ژغورلی وي لاندې څو ټکي د پام وړ دي:

۱– تر وسه وسه هڅه وشي چې مهمې خبرې په تلیفون کې ونه شي، که چېرې کېږي، بیا دې دغه تلیفون هغه ځایونو ته له ځان سره نه وړل کېږي چېرته چې ددښمن له خوا د نوموړي د نیول کېدو احتمال وي.
۲ – باید هڅه وشي چې د ملګرو او مشرانو نومونه په موبایل کې په عادي ډول ولیکل شي، په دې معنی چې مختاړي او وروستاړي ور سره ونه لیکل شي، د درناوي او احترام القاب ور سره ونه لیکل شي، ځکه کله که دښمن له کوم کس سره دا ډول نومونه ونیسي، که څه هم چې مهم نومونه نه وي، کم تر کمه د تحقیق په جریان کې بندي ته ستونزې جوړولی شي.

۳– په تحقیق کې باید نه ټول معلومات ورکړل شي، او نه له ټولو څخه انکار وشي، ځکه چې دواړه تاواني دي، که په لومړي سر کې چورلټ انکار وشي، بیا وروسته په ځینو اعتراف وشي، که څه هم چې په درواغو وي، تر یو ځایه څارنوالان پرې خوشحاله کېدای شي، څارنوالان په دې پسې نه ګرځي چې بندي رښتیا ورته وايي او که درواغ، بلکې خپله بندي ته وايي چې درواغ ووایه! دوی ته له هر څه مهم دا وي چې باید معلومات تر لاسه کړي، تر څو په دې توګه کرېډټ تر لاسه کړي.

 که درواغ ویل کېږي باید په یوه معقوله او سنجیده توګه وویل شي، داسې نه چې سر او بیخ یې نه سره برابریږي، ځکه په دې توګه ددې پر ځای چې ګټه وکړي، تاوان کوي. د یادونې ده چې د ځینو مهمو معلوماتو د نه ورکولو لپاره په درواغ ویلو کې شرعا څه مشکل نشته، ان شاء الله.
 بیا هم که صحیح معلومات ور کول کېږي، باید مهم معلومات ور نه کړل شي، داسې معلومات ور کړل شي چې تر ډېره مقابل لوری څه ګټه ترې ترلاسه نه شي کړای.

په ځانګړي ډول د نورو ملګرو په اړه دقیق معلومات ور نه کړل شي، کوشش وشي چې ملګري کم وښودل شي، ځکه که څوک ملګري زیات وښيي بیا به زیات معلومات ور کوي، او کوم چې ښودل کېږي، د هغوی نومونه، دندې او آدرسونه ټول باید غلط ور کړل شي.

۴– د تحقیق په دوران کې او یا د محکمې له پای ته رسېدو مخکې بندي باید د حکومت پر ضد له بدو ردو ویلو ډه ډه وکړي، ځکه که داسې څه کوي، بیا تاوان ورته کوي، یا یې محکمه ځنډېږي، یا یې دوسیه سختېږي، او یا دا چې که یې د بند موده پوره هم شي، نورې ستونزې ورته را ولاړوي.

 ددې پر ځای چې په زوره چیغې ووهل شي، خلک په ځان خبر کړل شي، ښه خبره دا ده چې له الله جل جلاله سره اړیکه ټینګه او غښتلې شي، ځکه بندیوان سخت مظلوم انسان دی، او د مظلوم آه الله جل جلاله نه ردوي، بندي دې کوشش کوي چې الله ته رجوع وکړي، د ظالمانو او کفارو لپاره د هدایت دعا وکړي، او که د هدایت وړ نه وي، د هلاکت ښېراوو ته دې زور ور کړي. اسلامي امت په ځانګړي ډول مجاهدینو او مظلومو ولسونو ته دې دعاګانې کوي، په ځانګړي ډول خپل افغان مظلوم ولس ته.

۵– په هر زندان کې د حکومت جاسوسان شته، په هره جامه کې شته، دهر چا د طبیعت مطابق شته، ځکه خو ضرور ده چې بندي په زندان کې له هر چا سره جانداري ونه کړي، د خپل زړه خبرې هېچا ته ونه کړي، که څه هم چې ډېر نېږدې ملګری یې وي.

 داسې پېښ شوي چې د یو بندي محکمه شوې، پل چرخي ته لېږل شوی، دوه درې کاله یې هلته زندان هم تېر کړی، خو له دې ټولو سره بیا هم چې کله یې ځینې شکمن حرکتونه کړي بېرته ریاست نود ته را غوښتل شوی، او تحقیقات ترې شوي!
پای.

 عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x