عسکره! پوهیږې؟ هم مړ یې هم پړ

نصیب ځدراڼ

د سره ښکېلاک (روس) له یرغل نه وروسته که ډیر افغانان یي مقابلې ته را ووتل خو ډیر بیا داسې هم وو چې د روس د عسکرو سره په یوه سنګر کې اوږه په اوږه افغانانو په خلاف جنګیدل، دوی خپل مخالفین اشرار او ورانکاري بلل او خپل ځان ته یي بیا د وطن بچیان ویل، جنګ تیر شو، دواړو لوریو ته په لکونو خلکو خپل ژوند وبایللو، خو یوې خبرې ته مو کله پام کړی؟؟؟

هغه دا چې کوم کسان چې د روسي ښکېلاک په ملاتړ یا د هغه وخت د خلقي رژیم له طرفه جنګیدل تر اوسه مو څوک لیدلې چې د هغوی قبرونو ته د دعا لپاره ورشي او د بخښنې دعا ورته وکړي؟ یا یي د شجاعت کارنامې بیان کړي؟ یا یي زامن په هسکه غاړه و وایي چې موږ د شهیدانو بچیان یو؟!

او د دوی (روس او د روس د ملګرو) مقابل کې چې څوک وژل شوي تر اوسه یي قبرونه معلوم دي، یادونه یې تازه او په قربانیو یې اوس هم ملت، بلکې ټول اسلامي امت نازیږي، خلک دعاؤ ته ورځي او په ډیر مینه دعا ورته کوي، د شجاعت کارنامې یې یادوي او بچیان یې په ډېر فخر سره وایي چې زما باباجان شهید شوی وو.

دا خبره په دې پورې رایاده شوه چې ویل کیږي تېره ورځ په کونړ کې پینځه تنه د اردو عسکر ډیر په بې وسۍ سره وژل شوی دي؛ همدا شان څو ورځې مخکې روزګان کې ۳۳ عسکر وژل شوي وو، وروسته بیا د دوی په اړه داسې راپورونه راغلل چې یاد عسکر له یوې میاشتې راهیسي محاصره وسله څه چې د خوراکي توکو له سخت کمبود سره مخ ول، خو څوک یې کومک ته ورنغلل، له مرګ نه مخکې د لوګې او تندې مرګ ورباندي تیر وو.

د امریکا د یرغل په اولو وختو کې به چې داخلي عسکرو ته ځیر وکتل نو سمدستي به یي چورلکې مرستې ته راغلې اوس په میاشتو محاصره وي څوک ډوډۍ هم نه ور رسوي.

په وار وار داسې پیښ شوي چې د اردو په عسکرو ، پوستو او موټریز کاروانونو هغو امریکایانو بمبار کړی کوم چې د ځمکې لاندي څلور سانتي شیان ویني!! کوم امریکایان چې سپوږمۍ ته رسیدلې دي او له هغه ځایه ټوله نړۍ او سمندر څاري!! همغه امریکایان د داخلي عسکرو هغه لوی موټران نه ویني چې دوی خپله داخلي عسکرو ته ورکړي او په پوستو لګیدلې لوړ او رنګه بیرغونه نه ویني، بمبار ورباندي کوي او د هر څه سره یې ریز مریز کوي.

فاعتبرو!

زموږ په ټولنه کې یو چاته د زوی د پیدایښت زیری ډېر زیات د خوښۍ سبب وي، بیا په داسې وطن کې چې ۸۰ سلنه خلک د غریبۍ ژوند تیروي د دوی لپاره د بچیانو ساتل، درسونه ورباندي ویل او تر زلمیتوب رسول ډیر سخت کار دی، نو په دي احساس هم خبر یم چې په داسې ټولنه کې چې د زوی د مرګ خبر راشي نو هغه همه ډېر زور او درد لري.

باور وکړئ د اردو د عسکرو په بې رحمه مرګونو مې زړه ودردیږي، ۱۶ کاله دوی د یوې پردۍ جګړې او پردي هدف لپاره قربانۍ ورکړې، د ناټو د یرغلګرو عسکرو، ددوی د پوځي مراکزو، هوایی میدانونو او موټریزو کاروانونو ساتنه کوي، دوی خواران د هغو یرغلګرو عسکرو د بیسونو د دروازو پیره داري کوي او انګریزان د ننه بیغمه ناست وي.او چې د افغانانو په کورونو چې چاپه وي اول د کور دروازه د کور عسکر (داخلي عسکر) ور ماتوي. بیا یي خارجي مشران او داخلي وطن فروشان ورته وایي چې دا د وطن د ګټلو جنګ دی!! همدوی چې و وژل شي نو نه یي څوک جنازو ته ورځي او نه یي څوک فاتحې یا غمرازۍ ته ورځي؛ د کورنۍ خلک یي په داسې احساس سره یادوي لکه په ډیره بیکاره لاره کې چې وژل شوي وي. د مرګ نه وروسته یي د کونډو نه پوځي افسران د شیطاني خواهشاتو د پوره کولو غوښتنه کوي.

دین، وطن او قوم یو وخت له ځلمیانو څخه قرباني غواړي د وطن اصیل بچیان بیا پر دغه ډګر قربانې ورکوي او په تاریخ کې د اتلانو په نوم یادیږي.او خپل قوم او ملت د دوی په قربانیو ویاړي.

عسکر دي په دي فکر وکړي چې طالبان هم د دوی غوندي افغانان دي، خلک په هغو ځایو یادګارونه جوړوي چیرته چې په دوی بمبارونه شوې وي، ډیر ځایونه د دوی په نومونو ونومول شي، د شهیدانو کنډَو،ْ د شهیدانو کلی، د شهیدانو جومات، د شهیدانو هدیره او… بیا یي خلک څومره په خوښۍ جنازو ته ورځي، کورنیو ته یي د شهادت مبارکۍ ورکوي، ډیر ځایه به مو لیدلې وي چې تازه قبرونه جوړ شوې وي اوس سپین بیرغونه ور باندي رپاند وي خلک ډیر په افتخار وایي دا د شهیدانو قبرونه دي او په یوه سپیڅلې مینه دعاګانې ورته کوي.نو د ولس د عسکرو سرا یو رقم او د طالبانو سرا بل رقم چلند ولی دی؟

کیسه ختموم څنګه چې پخواني مجاهدین د افغانستان خلک وو هغسي خلقیان او پرچمیان هم د وطن خلک وو، خو د خلقیانو قبرونه هم ورک دي. اوسني د اردو عسکر، کمانډو، پولیس او اربکیان دې هم په دې فکر وکړي چې موږ هم د خلقیانو او پرچمیانو غوندي بې مقصده خپل ژوند د لاسه ورکوو. هم پړۀ او هم مړۀ یو. قرباني مو د وطن لپاره نه د امریکا لپاره ده.د وطن ساتنه خو دا نشوه چې یرغلګرو طیاره د افغانانو د خټو په کور بمبار وکړي بیا راشي او ته د هم هغه هوایي میدان په دروازه کې ولاړ وي ټوپک دي په لاس کې وي او همدا طیاري او پیلوټان ساتي چې څوک زیان ور ونه رسوي تر څو چې سبا بل ځای بمبار ته چمتو وي.

که ستا قرباني د وطن لپاره وي نو وطن خو مو د تورخم هم دی. همداسې د بولدک دوه کلي مو هم وطن وو. د ګوشتې ولسوالي او انګور اډه مو هم وطن وه چې اوس د پاکستان راڅخه ونیول. کله خو د ناټو له عسکرو نه دا پوښتنه وکړئ چې دا شپاړس کاله مو د زرګونو هغو افغانانو کورنه بمبار کړل چې ستاسي مخالف وو او موږ درسره همکاران وو راځئ یو ځل تاسي هم زموږ کومک وکړئ زموږ د وطن اشغال شوي هغه سیمې آزاداوو کومې چې پاکستان اشغال کړي تاسې هوایي او ځمکنۍ همکاري راسره وکړئ چې څه درته وايی؟

که ځواب مثبت خو ډیر خوند به وکړي او که داسې نه وه نو یو ځل په خپل ګریوان کې د خپل برخلیک، اخرت او راتلونکي وخت په اړه هم فکر وکړئ یا د خلقیانو قبرونو ته وګورئ او عبرت ترې واخلئ، سبا به مو دغسې قبرونه هم ورک وي، نوم به مو د خاینانو او وطنفروشانو په لیست کې ولیکل شي.

فَاعْتبَرُوْ یا اُولِی الْاَبْصار.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ځدران صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، ستاسی خبری ټولی سمی او دکاڼو کرښی وی ، مګر چاته یی وایی ؟
    اشغلګر ډیر په منظمو پلانو اسلامی هیوادونه اشغالوی ، له اشغال د مخه پکی د یو شمیر بی وجدانو زړونه او مغزونه پریمنځی ، تعقیموی یا خسیان کوی یی یعنی مردی تری لیری کوی ایجړا ګان تری جوړوی . کله چه هغه مطلوب هیواد اشغال کړی هماغه ایجړاګان پکی چارواکی او بیلونران جوړ کړی، مګر د غه بیلونری یی یوه ډیره خطرناکه بیه هم لری او هغه دا چه هم د هغو ایجړاګانو او هم یی د میرمنو د بی عفتیو ویدیو ګانی ډکوی ، په ورپسی خصوصی مجالسو کی یی ورته ښیوی که سرغړونه مو وکړه دا به عوامو ته علنی کوو ، هغه غلامان چارواکی یی په هغو ویدیو ګانو تل تر تله یرغمل نیولی دا د قضیی یوه برخه بله برخه یی دا چه :
    عوام خلک د فقر او بیسوادی له کچی شکته کوی او ښکته یی ساتی ، عوام پیچاره چه له یوی خوا ناپوهه او له بلی خوا وږی وی هر ډول بی غیرته دنده چه وی منی دا فکر هم هغوی نه شی کولای چه دوی به په دغو دندو کی سر هم ورکوی او همدغه غلام چارواکی او د چارواکو باداران به ورڅخه هغه کم معاشونه او مرمی هم غلا کوی او د محاصرو وخت کی به یی پروا هم نه ساتی نو جبرا د دغسی ذلت ژوند او ددغسی ذلت مرګ سره مخ کیږی مننه

  2. بنام خداوند یاور مظلومان ودرهم کوبنده ظالمان
    اقای حدران
    حرف شما بجاست هرانکس که بخاطر دفاع از اسلام نوامیس مومنین وطن اماده قربانی میگردند اولا خداوند انهارا فراموش نمینماید دوم مومنین.واین فورموله از ابتدای خلقت انسان دراین کره خاکی دروجود انسان نهادینه گردیده هست که یا بخاطر ارمان (ایمان )خود ویا بخاطر دفاع از از سرزمین خوداماده هرنوع قربانی گردد
    درزمان کمونیست ها چی درموجودیت قواه سرخ ویا بعداز ان مجاهدین با عساکر دولتی (مکلفیت) طوری برخورد مینمودند گویا برادران که از هم اذرده هستند ویا در اثنای عملیات ها حد نهای خودرا بخرچ میدادند که عساکر زیان نه بینند ماسوی از سپاه انقلاب ویا خلقی ها ویا پرچمی ها. ویکی از علت های که مجاهدین را سرمنزل مقصود رسانید همانا عدم همکاری اوردو با قواه سرخ بود.
    سخنم دراین هست که شما درقبال عسکر که برای من تو همه دینا هویدا که 99 فیثد اینها برای یک لقمه نان به این صفوف پیوسته اند وممکن اگر همین لقمه نان را شما به گلو اینها بیدهد ممکن الم سفید شمارا هم بالا نماید ودراصل ان کسانی که ریشه اسلام از بیخ برمیکند عاجزید ویا طرفه میروید انانیکه تحت نام انجوع ها که درحقیقت همه همه شبکه جاسوسی میباشد ویا سازمانهای که پولش را کلیسا میپردازد ومردم را بطرف کلیسا ثوق میدهند وبسیاری از این سازمانها بطور مستقیم ویا غیر مسیتقم به طالبان کرام ماهانه مبالغ هنگفتی را در اکونت های انها سرازیر مینماید مگر میل تفنگ شما هیچ وقت نشانه نه گرفته هست همیش میل تفنگ شما تبلیغات شما بسوی عسکر مسکین میباشد واینها به دنبال یک لقمه نان هستند اینها از اسلام وطن چی خبر …….؟ واینگونه فتوای غیر مسولانه شما درقبال اینها به دور از واقعیت نیست………؟ درست هست که انهای که با خدا خود وفا نمودند درمقابل اجنبیان از مال و سرخود گذشتند اولا اینکه پاداش انها در نزد خداست دوم واقعا که فامیل اش هم به ان افتخار مینمایند
    بگفته شما این عسکر مجبور که کسب وهنر وسرمایه اش در این کشمکش ها همه تاراج شده ومجبورا بخاطر بقای خود اولاد پدر مادر سر به تیغ میدهند مگر اینها هم هست کرده خداند اند یا نه …….؟ درست هست که ممکن فامیل اش حتی جسد اش را هم نه بیند ویا دراین عصر که مثله کردن یکی از امر پذیرفته شده طلبای کرام میباشد تن مثله شده این عسکر که درنزد مردم مورد پذیرش نیست مگر اینها هم یکبار کلمه توحید را برزبان رانده اند ویا خیر
    بزرگوارم به دنبال اهداف های کلان که ملت ما را مفسد عیاش مفعول شرابخوار قمار باز قاتل تربیه مینمایند شما به دنبال انها بیروید که توسط این عناصر مفسد پلید سیکولار مردم را از راه خدا بازمیدارند کسی که نماز میخواند به ذکر خدا باشد مورد اهانت تمسخر قرار میگیرند شما باور نماید که از نیروهای تفنگندار امریکای ها کرده به مراتب خطر ساز اند درهر جا اینها فساد های اخلاقی شرابخوری زنا لواطت دزدی قتل را ترویج مینمایند ومردم رابرعلیه قران وسنت رسول خدا تشویق وترغیب مینمایند واین دختران نیم برهنه وپسران نیمه عریان توسط اینها رهبری میشوند محفل های شب نشینی بجه بازی توسط همین شبکه ها ثوق واداره میشوند مصرف این فجایع تحت نام ستاره افغان وامثال برنامه همه همه توسط اینها رهبری وراه اندازی میشود شما درقبال عسکر میباشید
    ووافعا این سرطان سرطان هست که اگر امروز جلو ان گرفته نشود این سرطان دامن همه را میگیرد نه طالب به امان میماند نی غیر طالب واین سخن من ناشی ازدرد هست نه از مستی ویا تعصب با طالبان

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.