افغانستان

تېره میاشت امریکا پر افغانستان ۷۵۱ بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د امریکايي ځواکونو له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې څرګنده شوې چې امریکايي الوتکو یوازي په تیره میلادي میاشت «سپتمبر» کې ۷۵۱ بمونه پر افغانستان غورځولي دي.

په دغه بمباریو کې د هیواد مختلفې برخې په نښه شوي دي او دا په تیرو اوه کلونو کې تر ټولو لویه شمېره بلل کیږي.

د تېر اګست میاشتې په نسبت د بمونو په استخدام کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، چې د امریکايي چارواکو په وینا دا د ټرمپ د نوي تګلارې (ستراتیژۍ) یوه برخه ده.

د کال ۲۰۱۰ څخه چې د غورځولو شویو بمونو حساب پيل شوی، تر اوسه پوري تېره میاشت سپتمبر د بمباریو له مخې تر ټولو خونړۍ میاشت بلل کیږي، ددې تر مخه د کال ۲۰۱۲ په اګست میاشت کې ۵۸۹ بمونه کارول شوي وه او دا یو ریکارډ بلل کیدی، خو په تېره میاشت سپتمبر کې دغه ریکارډ په قریب دوه سوه اضافي بمونو مات شو.

د کتونکو په باور راتلونکي میاشتي به تر دې هم خونړۍ او له بمباریو ډکې وي، ځکه چې د ټرمپ په نوې ستراتیژې کې د اضافي عسکرو تر څنګ په ډرون او نورو پرمختللیو الوتکو بمبار هم اولویت لري.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ او دفاع وزیر جیمس ماټیس په دې ورستیو کې په مکرر ډول په خپلو څرګندونو کې وویل چې د دوی ځواکونو په وړاندي نور هیڅ محدودیت نشته، هغوی کولای شي چې د جګړې د ګټلو په موخه هر څه ترسره کړي.

باید وویل شي چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله تر څنګ اکثره جګپوړو چارواکو د ټرمپ د نوي ستراتیژۍ څخه ملاتړ اعلان کړی دی او اشرف غني په مکرر ډول د امریکا څخه مننه کړې چې افغانستان ته د جګړې په موخه اضافي عسکر را لیږي او نوې ستراتیژي یې جوړه کړې.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې د بمونو د زیادت وجه د ټرمپ نوې ستراتیژې ده او زیاته کړې، په بګرام کې د ایف ۱۶ جیټ الوتکو او بي ۵۲ الوتکو زیاتوب د امریکا د بمبار صلاحیت زیات کړی دی اوس دوی کولای شي چې په یوه وخت کې زیات بمبارونه وکړای شي.

د امریکايي رسنۍ (The Hill) د راپور سره سم دغه بمونه یوازي هغه دي چې د ایتلافي ځواکونو د مشترکې قومندانۍ څخه رهبري شوي دي، کیدای شي چې د بمونو او بمباریو اصلي شمېر تر دې زیات وي.

د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس په سنا مجلس کې د دفاعې کمیټې سناتورانو ته وویل: مونږ اوس دښمن له نیژدو څارو، هر ځای چې دوی د روزنې یا مشورې لپاره سره را ټول شي، مونږ یې سمدستي هدف ګرځوو، په دې اړه ټوله پرېکړه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره ده، کله چې هغوی پوهه شي چې را ټول شوي خلک د ناټو د هدف په وړاندي خنډ جوړیدای شي او یا افغان حکومت باندي د برید پلان لري، زمونږ الوتکې يې بمباروي. او زیاته یې کړه، زمونږ د ځواکونو په وړاندي اوس هیڅ محدودیت نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x