
پر قطر د بندیزونو تر شا د ګاونډیو «حسد» دی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د دبي پولیسو پخواني مشر ضاحي خلفان په ټویټر کې ویلي، که چیري په قطر کې د فټبال ورلډ کپ موضوع ختمه شي، د قطر ستونزې به هم ورسره پای ته ورسیږي.
ټاکل شوې چې د منځني ختیځ د فټبال لومړی نړیوال جام په قطر کې په کال ۲۰۲۲ میلادي کې تر سره شي، خو د ټویټر فعالانو په وینا ددې پر ځای چې ګاونډي هیوادونه پر دې پرمختګ خوښ شوي وای، حسد اخیستي او همدا لامل دی چې پر قطر یې بندیزونه لګولي دي.
د ضاحي خلفان پر ټویټر اکاونټ باندي د نورو فعالانو له لوري خورا زیاتې ضد او نقیض تبصرې شوي، خو قطریان یې ښکاره دلیل بولي چې امارات د قطر سره د هغوی پر وروستیو پرمختګونو حسد لري، ځکه ورسره عقده پالي او د سعودي په شمول یې مصر او بحرین هم له ځانه سره ملګري کړي دي.
د کتونکو په باور متحده عرب امارات د نورو فکري اختلافونو تر څنګ نه غواړي چې په خلیج کې بل داسي یو هیواد را څرګند شي چې ددوی تجارت، سیاحت او پر اقتصاد باندي یې اثر اندازه شي، ځکه د قطر د هر هغه پرمختګ سره حسد لري چې دغه هیواد په نړیواله سطحه را پورته کوي او پر ځان یې خود کفا کوي.