طالبانو د فاریاب ولایت په پښتونکوټ کې پرمختګ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د سختو جګړو وروسته طالبانو د نویو سیمو د نیولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو پر وېب پاڼه په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې جنګیالیو یې تېره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ اړوند «قوره» سیمه کې «تصفیوي» عملیات پيل کړل چې نن د سې شنبې تر سهاره یې دوام وکړ.

د خبر له مخې په یادو عملیاتو کې طالبانو دغه سیمه په بشپړه توګه نیولې او څلور اربکیانو یې وژلي دي او یو شمېر غنیمتونه یې هم تر لاسه کړي دي.

بلخوا د فاریاب ولایت چارواکو هم د جګړو خبر ورکړی دی او ویلي يي چې طالبانو په سرحوض سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ چې له امله یې دوه پولیس ټپيان شول.

که څه هم دغه سرچینې د پوستې د سقوط خبر رد کړی او ویلي يې دي چې جګړه لا روانه ده خو یوې بلې سرچینې د یادې سیمې د پوستې د سقوط خبر تایید کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.