mediaa

په ګډحکومت کې د ژورنالیستانو پر وړاندي تاوتریخوالی زیات شوی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې اداره «نی» وايي چې په ګډحکومت کې د ژورنالیستانو پر وړاندي تاوتریخوالی تر پخوا زیات شوی دی.

په یوه تازه راپور کې چې د نی ادارې له لوري نشر شوی، ویل شوي چې د حامد کرزي د حکومت په ۱۳ کلونو کې د ژورنالیستانو پر ضد د تاوتریخوالي دومره پيښې نه دي ثبت شوي لکه د ګډحکومت په ۳ میاشتو کې چې ثبت شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د حامد کرزي په ۱۳ کلنه واکمني کې د ژورنالیستانو پر وړاندي ۶۱۰ پيښې ثبت شوي وې خو د اشرف غني او عبدالله په ۳ کلن ګډحکومت کې ۶۲۰ پيښې ثبت شوي دي.

د نی ادارې اجرایوي رئیس مجیب خلوتګر د راپور تر نشر وروسته رسنیو ته وویل چې له دې شمېرو څخه جوتیږي چې د ګډحکومت په ۳ کلنه دوره کې ژورنالیستانو ته څومره ګواښونه متوجی دي.

نوموړي وویل چې د ګډحکومت چارواکي نه یوازي رسنۍ سانسوروي بلکې د ژورنالیستانو امنیت ګواښي.

د نی په راپور کې راغلي چې په تېرو ۳ کلونو کې تر ۱۰۰ زیاتې رسنۍ د مالي ستونزو او یا هم د ګډحکومت د فشار له امله تړل شوي دي.

که څه هم د ولسمشر اشرف غني دفتر د نی ادارې راپور بې بنسټه او غیر معیاري بللی خو د کتونکو په باور په دې وروستیو کې د مدني فعالانو، لیکوالانو او سیاسي کارپوهانو نیونه او پر ځینو یې بندیزونه ددې ښکاره ثبوت دی چې حکومت په څومره اندازه د بیان ازادي ته ژمن دی.

بشپړ راپور دلته تر لاسه کړئ.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.