دکار په ځای کي کار کوونکي مسافر دی که مقيم؟

دکار په ځای کي کارکوونکي مسافر دی که مقيم؟

محترمه زما پوښتنه داده چه نن سبا ځنی خلک خصوصا رسمی موظفین مثلاً کورونه یی په یو ښار کی وی او وظیفه یی په بل ښار کی وی چه د شرعی مسافت په واټن کی قرار لری . خو هره هفته خپل کورته بیرته راځی . ایا دوئ د وظیفی په مقام کی مسافر دی او که نه؟
په درنښت

سید عالم شاه بختیار:  said_br@yahoo.com

بسم الله الرحمن الرحیم

الجواب حامداًومصلیاً

په پوښتل شوې مسئله کښي داکارکوونکي دکارپه مقام مسافردي؛ځکه چي دمقیم کېدولپاره داقامت دمدې(پنځلس ورځو)نیت شرط دئ.

” (من خرج من عمارة موضع إقامته)…(مسیرة ثلاثة أيام ولیالها)من أقصرأيام السنة…(بالسیرالوسط مع استراحات المعتاد)…(صلی الفرض الرباعی رکعتین…(حتی يدخل موضع مقامه)إن سارمدة السفر،وإلافیتم بمجردنیة العودلعدم استحکام السفر(أوینوي)…(إقامة نصف شهر)حقیقة  أوحکماً … (بموضع )واحد(صالح لها)من مصرأوقرية … (فیقصر إن نوی)الإقامة(في أقل منه)أی في نصف شهر. “

(تنويرالأبصارمع الدرالمختار،کتاب الصلاة،باب الصلاة المسافر:2121،   125).

 

کذافی الهداية،کتاب الصلاة،باب المسافر:1174).فقط

والله أعلم بالصواب .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.