افغانستان

تازه خبر : کندهار کې دوو نفوذي وسلوالو دقومندان په شمول دپوستې ۷ عسکر ووژل

له کندهار ولایت نه ورکړل شوی خبر کې ویل شوي تیره شپه دډنډ ولسوالۍ مربوط دناخوني دنوروز په سیمه کې ددو تنو نفوذي عسکرو په خپله امنیتي پوسته کې پرمیشتو عسکرو دټوپک شپیلۍ را واړولې دپوستې دقومندان ( نادر) په ګډون یې ۷ تنه عسکر ځاي پرځاي ووژل .
دطالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي پیښه تاید کړې،

نوموړي رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، حمله کوونکي کسان ددوئ نفوذي مجاهدین وو چې دعسکرو په لیکو کې دهمدې موخې لپاره ځاي شوي وو،نوموړی زیاتوي حمله کوونکي مجاهدین له برید وروسته خوندي سیمې ته رسیدلي او له مجاهدینو سره یوځاي شوي دي. قاري یوسف احمدي وایي حمله کوونکو له ځانه سره ۲ میله پیکا،۴ کلاشینکوفونه،۱ تفنګچه او یو عراده کورلا موټر مجاهدینو ته راوستلي.
دپیښې په اړه تراوسه پوري دکندهار امنیتي چارواکو څه ندي ویلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x