ټرمپ د شمالي کوریا سرحد ته ورځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي چې د جنوبي کوریا او شمالي کوریا تر منځ د سرحد هغې سیمې ته ورشي کومه چې دواړه هیوادونه یو له بل څخه بېلوي .

ټاکل شوې چې ټرمپ راتلونکې «نومبر» میاشت د ختیځي اسیا هیوادونو (جنوبي کوریا، جاپان، چین، پلیپاین او ویتنام ته سفر وکړي، د نوموړي سفر پر ۳م نومبر پیلیږي او بیا پر ۱۴م پای ته رسیږي.

امریکايي رسنۍ وايي چې ټرمپ غواړي په دغه سفر سره شمالي کوریا او سیمه ییز هیوادونو ته دا پيغام ورکړي چې د شمالي کوریا په موضوع کې څومره جدي دی.

نوموړی په داسي وخت کې د شمالي کوریا سرحدونو ته ورځي چې د دواړو هیوادونو تر منځ یو د بل پر ضد ګواښونه او توند غبرګونونه زیات شوي دي او حتی امریکايي ځواکونو د شمالي کوریا سرحدونو ته نیژدې پوځي تمرینات هم کړي دي.

د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ سرحدي سیمه



یوه تبصره

  1. عبدالرافع مېلمه

    د شمالي کوریا اټومي بټۍ خپله امریکایانو جوړي کړي لکه په ایران کي چي یی لري،، دوي په همدي لوبه مسلمانان مهار کوي، نه شمالي کوریا په امریکا برید کوي نه یی طاقت لري او نه يي چیرته غوښتي هسي غواړي سیاسي جادو یی په خلکو اثر وکړي. .. په ایران امریکا بندیز لګولي لاکن پيسي په طیاره کي ور استوي،،، مسلمانانو ته یهود دومره خطرناک نه دي لکه شیعیه ګان،،، او په کفر کی تر یهودو سخت دي.. لاکن اوس يي د اسلام په نوم په مسلمانانو ور تپلي. شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره د مقایسي وړ نه ده او لاپي د نړی وال ابر ځواک وهي په دغو ګیمونو دي الله مسلمانان باخبر کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.