رسنیو ته زنګ وهونکي ناخبري خوري!

لیکنه : احمدجنید مبارز

څومره د پښتني ټولني څخه خلاف او د اسلام څخه خلاف عمل ته کوې؛ په رسنیو کي بغیر د ضرورت څخه، د هغو عیاشو خپرونو ته ستا څه ضرورت دی چي زنګونه وهې او بیا د هغو سره په هوسانه ډول په ناز ناز خبري کوې؟!

ولي د خپل مور و پلار او کورنۍ رنګ بدوې؟!

ایا اسلام دا خوښوي چي ته د پردي نارینه سره په داسي حال کي چي ټول اورېدونکي ستا خبري اوري او ته د هغو سره د خور په نوم او هغه ستاسره د ورور په نوم شهواني شعرونه، او عشقي جملې تبادله کوې؟!

ایا ددې کړني څخه ستره فتنه نه زیږي؟!

ایا ددې کړني څخه غربیان زیات نه خوشحاله کیږي؟!

ایا ددې کړني څخه الله تعالی نه راضه کیږي؟!

معلوم داره، هم فتنه زیږي، هم غربیان خوشحاله کیږي، هم ټولنه فاسدیږي، هم الله تعالی ناراضه کیږي، هم دي د کورنۍ رنګ بدیږي، هم دي حیاء او عزت لمنځه ځي.!

#پیغام : خوري! هیله کوم عِفت، عزت، حیاء، اواز، ښایست دي خوندي وساته.

خوري! ستا اواز، ستا ښایست، ستا حیاء، ستا ناز،ستا مینه، ستا محبت دا ټول ستا د خاوند لپاره امانت دي، هیله کوم دا امانت کي خیانت مه کوه، دا ټول څه دي خاوند ته ور ورسوه بل غیرمحرم ته یې مه ښیه.

خوري! هیله کوم د پښتني ټولني ځوانان په فتنه کي مه اچوه د الله تعالی ستر عذاب به درته متوجه سي.

الله تعالی دي پر دې لیکنه د عمل کولو توفیق درکړي. امین

که لیکنه تر نورو ورسول سي ښه به وي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.