افغانستان

کندهار:‌د خاکريز په چاودنه کې مهمو چارواکو ته مرګ-ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د افغانستان د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د نوروز د مېلې په مراسمو کې چاودنه رامنځته شوې ، چې له امله يې د ولايت ددفتر د رييس په ګډون دوه کسان وژل شوي او د ګڼو نورو مهمو چارواکو په شمول  ١٣ نور ژوبل شوي دي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وويل ، چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا لسو بجو د خاکرېز ولسوالۍ د شاه اغا په زيارت کې د نوروز د مېلې په مراسمو کې شوې ده.نوموړی زیاتوي،چې د چاودنې له امله د ولسوالۍ امنيه قوماندان، د ولايت ددفتر رييس ، د ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ، د هغه مرستيال او درې نور پوليس ټپيان شوي دي.
امنيه قوماندان وايي، چې چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې او چاودېدونکي توکي د زيارت په يوه مهمه څنډه کې ځاى پر ځاى شوي وو.د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني وويل ، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او اوه نور کسان ټپيان شوي دي.
يوې بلې سرچينې ویلي،چې په دې چاودنه کې د ولايت ددفتر رييس ډاکټر پروېز نجيب چې لومړى سخت ټپي شوى و، وروسته يې ساه ورکړې او د دغه ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال او د ښاروالۍ مرستيال محمد نسيم رضايي هم ټپيان شوي دي.
طالبانو د پېښي په اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x