په سوریه کې د روسیې جیټ الوتکه له منځه تللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): په سوریه کې د روسیې یوه جیټ الوتکه «Su-24» د الوتنې پر مهال د ځغاستې لیکې تېره شوې او تخریب شوې ده.

روسي رسنیو د پوځي ویاند څخه په نقل قول ویلي چې د روسیې یوه جیټ الوتکه هغه مهال له منځه ولاړه، کله چې يې په سوریه کې د الحمیمیم پوځي هوايي ډګر څخه د الوتنې هڅه وکړه چې له امله یې د الوتکې عمله هم ووژل شول. خو دا یې جوته کړې نه ده چې څو کسان په کښي سپاره وه.

د پوځ ویاند د پيښې لامل تخنیکي بللی دی.

باید وویل شي چې روسیه د کال ۲۰۱۵ راهیسي په سوریه کې د بشار الاسد د نظام په ملاتړ د پاڅونوالو سره جنګیږي او په بمباریو کې يې په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي دي.

یوه اونۍ تر مخه د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هوايي ځواک یې هره ورځ په سوریه کې د «داعش» پر ضد ۱۵۰ ځله بمبار کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.