کرکیټ: سریلانکا پاکستان ته په ټیسټ سیریز ۲ په صفر کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان او سریلانکا تر منځ د ټیسټ دوه لوبو سیریز نن د پاکستان په تاوان پای ته ورسیده.

دواړو هیوادونو د متحده عرب اماراتو په ابوظبي او دوبۍ ښارونو کې دوه ټیسټ لوبې سره وکړې او دواړې پاکستان وبایللې.

لومړۍ لوبه چې د سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نیټه په ابوظبي کې پیل شوې وه، پاکستان په ۲۱ منډو وبایلله.

دوهمه لوبه چې د اکتوبر میاشتې پر ۶مه نیټه په دبۍ کې پیل شوه، نن د سه شنبې په ورځ یو ځل بیا د پاکستان په تاوان پای ته ورسیده.

په وروستی لوبه کې سیرلانکا لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه او بیا یې په خپل وار د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۴۸۲ منډې جوړي کړې، ورپسی پاکستان په خپل وار ۲۶۲ منډې جوړي کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل، په دوهم اننګ کې د سیرلانکا ټول لوبغاړي په ۹۶ منډو وسوځېدل او پاکستان ته د ۳۱۶ منډو هدف وټاکل شو، چې پاکستان یوازي ۲۴۸ منډې جوړي کړای شوې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

د لوبې او سیریز غوره لوبغاړی د سریلانکا اوپنر توپ وهونکی (D Karunaratne) ونومول شو. نوموړي په دواړو لوبو کې په یوازي ځان ۳۰۶ منډې جوړي کړې.

ټاکل شوې چې دواړه هیوادونه یو له بل سره د پنځو یوه ورځنیو لوبو په سیریز کې ولوبیږي چې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۳مې نیټې په دبۍ کې پیلیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.