
فټبال: افغانستان او اردن په ۳ ګولونو برابر شول / ویډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): نن د تاجكستان په پلازمینه دوشنبه کې د افغانستان او اردن تر منځ د فټبال لوبه تر سره شوه چې دواړو غاړو په کښي ۳-۳ ګولونه ووهل او لوبه برابر شوه.
ننۍ لوبه د فټبال د اسیا جام د غوراوي سیالیو د څلورم پړاو په لړ کې تر سره شوه.
د اسیا جام پایلوبې به په کال ۲۰۱۹ کې په متحده عرب اماراتو کې تر سره شي.
افغانستان په خپل ګروپ کې د ویتنام، کمبوډیا او اردن سره لوبې وکړې، چې تر اوسه یې دوه برابري کړي او دوه یې بایللي دي چې په دې توګه د دوه نقطو په لرلو سره د ګروپ په پای کې قرار لري. اردن د ننۍ لوبي په برابرولو سره ۸ نقطو ته پورته شو او په دې توګه په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري. ویتنام په ۵ نقطو سره دوهم او کمبوډیا په ۳ نقطو سره دریم مقام لري.
د ګروپ لومړني دوه هیوادونه د اسیا جام پایلوبې ته وزي.
د ننۍ لوبې په لومړی نیمايي کې افغانستان یو او اردن دوه ګولونه وهلې وه، خو په دوهمه نیمايي کې افغانستان وتوانېد چې دوه ګولونه ووهي او اردن یو ګول ووهه، چې په دې توګه دواړې خواوي ۳ په ۳ برابې شوې.