ډین جونز د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): د اسټرالیا پخوانی کرکټر او مبصر ډین جونز د لنډې مودې لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې مشر روزونکی وټاکل شو.

د افغانستان کرکیټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې «د اسټرالیا هیواد پخوانی لوبغاړی او د کرکټ پیژندل شوی مبصر ډین جونز د هانګ کانګ پر وړاندې د انټر کانټینینټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لنډ مهاله مشر روزنکي په توګه وګمارل شو».

ډین جونز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپوهونکی او کرار توپ اچونکی دی، چی د خپل هیواد لپاره یې د لیسټ اې او فرسټ کلاس لوبو ترڅنګ ۵۲ نړیوالې ټیست او ۱۶۴ نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي.

نوموړی ددې ترڅنګ چی یو ښه مبصر (کمنټیټر) دی، د روزنې په برخه کې د اسلام اباد یونایټیټډ لوبډلې د مشر روزنکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دنده ترسره کړې.

دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته په اوږد مهاله تړون غور وکړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.