کندز: د طالبانو په هڅو لسګونو عسکرو له جګړو لاس اخیستی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): په کندز ولایت کې د دولتي ځواکونو ګڼو سرتیرو خپلې دندې پريښي او د طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د دغو عسکرو شمېر ۷۸ تنو ته رسیږي او کلونه کلونه یې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې دندې لرلې، خو اوس یې وسلې په ځمکه ایښي او په خپلو کړو پښیماني څرګندوي.

د طالبانو لخوا په یوې تازه خپره شوې ویډیو کې لسګونه دولتي عسکر په داسې حال کې لیدل کیږي چې د طالبانو سپین بیرغ یې هسک کړی او د امریکا او اشرف غني پر خلاف د «مرګ» شعارونه ورکوي.

د دغو پخوانیو دولتي ځواکونو له ډلې څخه یو شمېر عسکر په «اشرف غني او عبدالله» سربېره د «ټرمپ او کرزي» په حق کې هم د مرګ شعار بدرګه کوي.

د محمد نبي په نامه یو عسکر چې لس کاله یې په ملي اردو کې تیر کړي، اوس یې د طالبانو سپین بیرغ په دواړو لاسونو ټینګ نیولی او ژمنه کوي چې بیا به له «فاسق او فاسد» دولت سره د نظامي همکارۍ «تېروتنه» نه تکراروي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې طالبان یادو عسکرو ته د «امن لیکونو» په ورکولو سره هغوی ته د خوندي ژوند اطمنان ورکوي.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د دعوت او ارشاد په نامه ځانګړی کمیسون لري، چې د ملي اردو سرتیرو، پولیسو او اربکیانو ته د وسلې ایښودلو په شرط د خوندیتوب تضمین ورکوي.

د طالبانو د دغو هڅو له امله د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډلې-ډلې دولتي عسکر له جګړو لاس اخلي، وسلې په ځمکه ږدي او سولییز ژوند ته راګرځي.

عام افغانان دولتي عسکرو ته د طالبانو د عفوې او خوندي ژوند د تضمین تګلاره ستايي او د وینو د توییدو په مخنیوي کې يې یو ګټور ګام بولي.



یوه تبصره

  1. https://www.vice.com/en_au/article/pak9pb/decades-of-afghanistans-brutal-history-in-photos
    دا هم ووایی. اخره خبره یی د ما خوښه سوله.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.