افغانستان

کابل: د سرینا هوټل په بريد کې پنځه دېرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه نهه بجې د کابل په ډېرخوندي ځای سرینا هوټل څلورکسیز سرتېری بريد وشو، یاد بريد چې د شپې تر دوولسو بجو يې دوام درلود،  طالبان وايي چې د افغان دولت لوړپوړو چارواکو او د هغوی بهرنيوملګرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د دوی په خبره په برید کې دوه ویشت تنه مړه او ديارلس تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
طالبان وايي چې یاد بريد د دوی ملګرو صدیق الله معاذ، ظهورالله، عبدالله او حافظ اغامحمد حیدري په ځانګړي تکتیک او دخدای په مرسته ترسره کړی دی. یاده  دې وي چې د تېرې ورځې په پیل کې د جلال اباد په تر ټولو خوندي ځای هم اووه کسیز سرتېری بريد وشو، دا په داسې حال کې دی چې د راتلونکو ټاکنو او د نوروز مراسمو لپاره افغان دولت د پوره امنيتي تياري راپورونه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x