لوګر کې امریکايي او دولتي عسکرو په ګډه یو مسجد ویجاړ کړ / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): په لوګر ولایت کې د امریکایي او دولتي عسکرو په ګډو عملیات کې پر یوه کلي چاپه وهلې او مسجد یې په بمونو نړولی دی.

پېښه تېره شپه د یاد ولایت مرکز اړوند د نیازو په کلي رامنځته شوې.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې بهرني او دولتي عسکر د امریکايي الوتکو په بدرګې یاد کلي ته ورغلي او په عملیاتو یې لاس پورې کړی.

په دغو عملیاتو کې امریکايي الوتکو د کلي مسجد په بمباریو ویجاړ کړی.

د سیمې اوسیدونکو په وینا امریکايي او دولتي ځواکونو د مسجد په تخریب سربېره څلور تنه کلیوال هم له ځان سره وړي دي.

امریکايي ځواکونو په یو تازه راپور کې څرګنده کړې چې امریکایي الوتکو یوازې په تېره سپتمبر میاشت کې ۷۵۱ بمونه په افغانستان غورځولي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا دا د ټرمپ د نوي تګلارې (ستراتیژۍ) یوه برخه ده.

تر اوسه پوري د ګډحکومت چارواکو په لوګر ولایت کې د بمبار شوي مسجد په اړه څه نه دي ویلي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.