
حامدکرزی: خلک باید په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي
و لسمشر حامدکرزي پخپله پنځلس ورځنۍ وینا کې په افغانان غږ وکړ، چې د نوي لمریز کال په ټاکنو کې دې په پراخه اندازه برخه واخلي، نوموړي دا کال د افغانانو لپاره له سیاسي پلوه ډېر مهم وګاڼه، ځکه خو يې په ټاکنو کې د پراخ ګډون غوښتنه کوله، حامد کرزي په خپلو خبرو کې افغانان د هېواد سمسورتیا هم وهڅول. د ټاکنو اړوند ولسمشر حامدکرزي د پراخ ګډون غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې طالبانو په خپل پیغام کې په خلکو غږ کړی دی، چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي د پیغام له خولې چې دا یوه غربي تپل شوې ډرامه ده. که څه هم د ټاکنو اړوند د کورنیو چارو وزارت مسوولین د پوره ډاډ راپورونه ورکوي، مګر د تېرکال وروستۍ ورځ او شپه دخونړیو بریدونو شاهدې وي.