کرکیټ: اسټرالیا د هندوستان څخه شل اوریزه لوبه وګټله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): نن د اسټرالیا او هندوستان تر منځ دویمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه چې د اسټرالیا په ګټه تمامه شوه.

دواړې لوبډلې یو له بل سره په دریو شل اوریزو لوبو کې مخ کیږي، چې تر اوسه یې دوه تر سره شوي او یوه لوبه د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه تر سره کیږي.

تر اوسه دواړې ډلې په یوه یوه برابر دي او وروستۍ لوبه به یې د پایلوبې حیثیت ولري.

لومړی لوبه هندوستان په نهو وکټونو ګټلې وه او نن بیا اسټرالیا په اته وکټونو لوبه وګټله چې په دې توګه یې د خپلې تیرې شرموونکې ماتې غچ واخیست.

په ننۍ لوبه کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هندوستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازي ۱۱۸ منډې جوړي کړې او په جواب کې يې اسټرالیا په ۱۵.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې جوړي کړې او دا لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی جاسون بهرینډروف وټاک شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.