افغانستان

غزني: اتلسو اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې

د غزني په واغظ ولسوالي کې د دولت له خوا ګمارل شويو اربکیانو له طالبانوسره په تفاهم خپله وسله پر ځمکه کېښوده او د دوی په خبره له وروروژنې تېر شول.
د واغظ په ولسوالي کې دا یواځينۍ پوسته وه چې ټول پکې اتلس اربکیان مېشت و، د سیمې طالبانو د قومي مشرانو په منځګړېتوب  هغوی دې ته قانع کړل چې ځينې يې له طالبانوسره یو ځای او ځينې نور يې په خپل ورځني ژوند بوخت شول.
د واغظ په ولسوالي کې د اربکیانو د فعالولو د ادویم ځل دی چې ناکامېږي، تېرکال هم په سیمه کې پیدا شوي اربکیان ټول طالبانو ته تسلیم شول. د سيمې اوسېدونکي له دې روغې جوړې خوښ ښکاري د واغظ ولسوالي یو تن اوسېدونکی چې د ننګرهارپوهنتون محصل دی اونه غواړي نوم يې واخېستل شي، په سیمه کې د نن ټکی اسیا همکار ته وويل چې په دې روغه کې ده هم برخه اخېستې اوپه خبره يې د اربکیانوله لاسه د هغوی  د بربادۍ او دولس د بې عزتۍ پایلې موږ په شلګر کې وليدلې، ځکه خو مو دا لاره غوره کړه.
ياده دې وي چې د دولت له خوا د اربکیانو پرنامه په کلیو بانډو کې د ټوپکوالو له چال چلند او غلاوو نه عام اوسېدونکي تل شکايت کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x