دیني، سیرت او تاریخ

قضاوت

آیا واحدات له قرانکریم او احادیثو نه زیات د اعتبار وړ دی ؟ جواب او ایمان به د هر مسلمان دا وی چی هیڅکله نه
له واحداتو سره به آشنا یاستی په ښونځیو کی به مو د فزیک په مضمون کی لوستی وی غواړم د هغو واحداتو له جملی څخه د وزن او فاصلی ( اوږدوالی ) واحدات د نمونی په توګه د قلم به څوکه تاسی ته واضیح کړم
د وزن واحدات: ګرام (gr  )، کیلو ګرام kgr ) (، او داسی نور …

 د فاصلی ( اوږدوالی ) واحدات: ملی متر ( mm) ، سانتی متر ( cm) ، متر  (m  ) ، کیلو متر ( km ) ، او داسی نور …

واحدات د انسانانو لخوا کشف او د دوی د اتفاق په صورت کی د اعتبار وړ ثابت شویدي د بقا او اعتبار لپاره د هر واحد یوه خاصه نمونه په لندن کی پدی لحا‌ظ ساتل شوی چی په واحداتو کی څوک کمی یا زیاتی ونه کړی زما مطلب د واحداتو تخریب یا معرفی کول ندی

زما مطلب دا ده : فرض کړه که مونږ د یوه جسم په وزن او اودږولی کی شکمن شو نو د وزن لپاره د وزن واحدات او د اږدولی لپاره د فاصلی واحدات استعمالو د مثال په توګه جسم له اندازه کولو وروسته ( ۲۰۰۱)  ګرامه او ( ۲۰۱۴) ملی متره شو بس اوس مونږ د دی اندازی خلاف نه د پلار خبر د قبول وړ ګنو نه د نیکه ، نه د ورور ، نه د کوم بل دوست یا دشمن مطلب د هیڅ چا خبره خلاف د دی اندازی د قبول وړ نده حتی که هغه کاشفین چی دا واحدات او آلی یی کشف کړی راوستل شی او ووایی چی دا جسم  ۲۰۰۱  ګرامه او  ۲۰۱۴ ملی متره نده  له هغوی سره یی هم نه منو ځکه چی مونږ پخپله په واحد د وزن او واحد د فاصلی اندازه کړ چی جسم  ۲۰۰۱  ګرامه او  ۲۰۱۴  ملی متره شو خبره ختمه د چاولی ومنو .

نو واحدات په فکر کی نیولو سره ویلی شو چی په نړی کی مختلیف دینونه ، مذهبونه ، قومونه ، او ګندونه ، موجود دی چی هر یو یي د خپل د حقانیت لپاره دلایل او منطق وایي

یهود وایي مونږ په حقه یو ، نصاری یعنی عیسویان وایي مونږ په حقه یو ، مشریکین وایي مونږ په حقه یو ، منافقین وایي مونږ په حقه یو همدارنګه لکه څنګه چی مونږ مسلمانان په حقه یو او وایو هم چی مونږ په حقه یو ضعیف لایمانه مسلمانان د کفارو او منافقینو په اشاره ریښتینی مومنان په غیری شرعی نومونو یادوی او وایي مونږ په حقه یو د دوی دا جنجالونه ، دلایل ، او منطق ، چی هره ډله یي د خپل حقانیت لپاره وایي په واحداتو نه اندازه کیږي او نه معلومیږي د دی قسم شک او شبهی دفه کولو لپاره الله تعالی په پیغمبرانو صحیفی او کتابونه نازل کړی چی زمونږ په ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ( صلى الله عليه وسلم )  یي تر قیامته معجز کتاب قران عظیم الشان نازل کړی چی د حق او باطل تر منځ فرق کوونکی کتاب ده

محترمو لوستونکو د اوسنی حلاتو قضاوت باید وشی دا چی د واحداتو په خلاف خبره د قبول وړ نده نو د قرانکریم او احادیثو په خلاف خو باید په طریق اولی د چا خبره قبوله نکړو ځکه د قرانکریم او احادیثو خلاف ویونکی او قبلونکی دواړه کافردی

الله تعالی فرمایي :   { وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا نَصِيرٍ }   سورت بقره  ۱۲۰ آیات

ژباړه :  او هيڅ کله به راضي نه شي له تا نه يهوديان اونه نصاري تر دي چي ته پيروي ونکړي د هغوي د دين ووايه بيشکه چي هدايت هم د الله اصل هدايت د ي او که چيري پيروي وکړه تا د هغوي د آرزو ګانو پس د هغي نه چي راغـلي دي تا ته عـلم نو نه به وي ستا لپاره څوک دوست يا مددګار
الله تعالی فرمایي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ * سورت المایده  ۵۱  آیات

ژباړه :  اي هغه کسانو چي ايمان مو راوړي مه نيسي يهود او نصاري په دوستي ځيني ددوي دوستان دي د ځينو نورو او څوک چي دوستان ونيسي دوي له تاسي نه نو بـيشکه هغه هم له دوي څخه دي بـيشکه الله هدايت نه کوي ظالم قوم تـه

الله تعالی فرمایي :  يَا أَيُّهَا الَّذِيْنَ آمَنُوْا لاَ تَتَّخِذُوا الَّذِيْنَ اتَّخَذُوْا دِيْنَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِيْنَ أُوْتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِيْنَ. (سورة المائدة أية 57).  سورت المایده  ۵۷  آیات

ژباړه :  اي هغه کسانو چي ايمان مو راوړي مه نيسي هغه کسان په دوستي سره چي ستاسي په د ين پوري ټوقي او مسقري کوي له هغه کسانو نه کومو ته چي کتاب ورکړل شوي له تاسي نه وړاندي ( يهود او نصاري ) او نه کافران په دوستي ونيسي او وويريږي د الله نه که چيري يي تاسي مومـنان
الله تعالی فرمایي :    ‏{‏لا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الإيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ‏}‏ سورت التوبه  ۲۳ آیات
ژباړه : آي هغه کسانو چي تاسي ايمان راوړي مه نيسي خپل پلاران او خپل ورونه په دوستي که چيري دوي خوښ کړي کفر په ايمان او په تاسي کي چي څوک دوي سره ملګرتيا کوي نو همدا کسان ظالمان دي

همدارنګه رسول الله ( صلى الله عليه وسلم )  فرمایي : من جامع المشرک و سکن معه فانه مثله / ابوداود ۲۷۸۷

ژباړه : چا چی موافقت له مشرک سره وکړ او یا د هغه سره یو ځای اوسیده نو دی هم مشرک دي

بل حدیث شریف کی رسول الله ( صلى الله عليه وسلم )  فرمایي : لا تساکنوا المشرکین ولا تجامعو هم فمن ساکنهم او جامعهم فلیس منا ( الحاکم فی المستدرک : ۲ / ۱۴۱ ، وقال صحیح و وافقه الذهبی

ژباړه : تاسی له مشرکینو سره یو ځای سکونت مه کوی او مه ورسره موافقت کوی او چا چی له هغوی سره یو ځای سکونت وکړ او یا یی ورسره موافقت وکړ نو زمونږ د ډلی څخه نه دی

پورته ایاتونو او احادیثو نه واضیح شوه چی مسلمانان د کفارو له دوستی منع شویدی له کفارو سره د سکونت او موافقت نه منع شویدی حتی که پلارونه او ورونه یی هم وی واضیح شوه چی کافر هم له مسلمان نه تر هغی نه راضی کیږی چی په ملت یی نشی یعنی کافر نشی نو بیا د کفارو مکمل هیوادونو ته دوست هیوادونه ویل او د کفارو نا اهله ظالم او فاحش حربی لښکر ته ( ISAF ) یعنی کومک او همکاری چی بشپړه معنی یي International security Association Force  یعنی نړیوال سلحه ساتي ځواکونه ویل څه معنی ؟ او په مقابل کی یي ریښتونی مسلمان ته دهشتګر ، شرپسند ، او تروریست ویل څه معنی ؟ حال دا چی کفارو ته الله تعالی د ځناورو خطاب کړی بلکی له ځناورو هم د بدتر او د مجاهد د پښو خاوره داسی معتبره ده چی په کوم ځای ولویږی په هغه ځای د دوزخ اور حرام ده یو متل ده وایي ( که شپه تیاره ده نو مڼی په شمار دی ) قضاوت دی هر مسلمان د قرانکریم او احادیثو په رڼا کی وکړی

ومن الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x