د بلخ د والي پر ویاند وسلوال برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ تله، ۱۳۹۶):  د بلخ ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق قادري رسنیو ته ویلي، د والی پر ویاند منیر احمد فرهاد نن سهار د نامعلومو وسلوالو له لوري‌برید ترسره شو، د نوموړي په وینا دوو موټر سایکل سپرو پر احمدفرهاد ډزې وکړې او نوموړی یې په نس او پښو کې زخمي کړ.

پېښه د بلخ په مرکز مزار شریف کې د احمدفرهاد له کور سره نژدې رامنځ ته شوې، عبدالرزاق قادري وایي د پيښې په اړه تحقیقات جریان لري ډیر ژر به عاملین کشف کړي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.

په دې وروستیو کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف او نورو ولسوالیو کې امنیتي پيښې زیاتې شوې، د بلخ ولایت اوسیدونکي شکایت لري چې حکومت د امنیتي پیښو په مخنیوي‌کې پاته راغلي، او زیاتوي چې د حکومت د مخالفو وسلوالو ازادانه فعالیت او ګرزیدل د حکومت منسوبین له ډار او وارخطایي سره مخ کړي دي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.