د معارف کارکونکي شرميږي!

عبدالجبار مطمئن

زه د پوهنې د وزارت اړوند د فراه ولایت په یوه وړه اداره کې د یوي برنامي د مسئول په توګه کار کوم، زه چې کله دي شعبي ته راغلم نو په همغه لمړنۍ ورځ د ځایې رسنیو خبریالان هم راغلي وه او پوښتنه یې دا وه چې د معارف د راتلونکی لپاره څه پلان لرئ؟

ما په ځواب کې ورته وویل معارف یعني (تعلیم او تربیه) زما له نظره تعلیم عام دی، په دي معنی چې موږ د پوهني ریاست په چوپړ کې هر فن او تخصص زده کولاي شو او د حکمت او پند هره خبره له هرچا (که هغه کافر وي او که مسلمان) را اخیستلای شو خو تربیه بیا خاصه ده، داسي چې تربیه باید یوازي اسلامي وي، دلته د غربي تربیې نمونه د اجراء کولو وړ نه ده او نه هم د شرقي غیر مسلمانو قومونو کلتور دلته چليدلای شي، دا اسلامي ټولنه ده او تربیه باید یوازي اسلامي وي او بس.

دا څو کاله د پوهني ریاست په چوکاټ کې د بيلابيلو ستونزو سره مخ شوم، ځيني وړي ستونزي د حل په انتظار کلونه پاتي شولي او لاهم د حل لاري انتظار کوم، خو د ښي راتلونکي په پار مي ټولي ستونزي وګاللي او ناخوالي مي وزغملي…

خو تيره ورځ سهار چې دفتر داخل شوم نو لمړئ مي د ټليفون پر صفحه د ورځي اخباروته مخه شوه، ما ویل چې زما وطن خو هسي د بلاګانو وطن دی! دلته هره شپه موشکان، هاوانونه او ډیسي توپونه اوریږي او له هري خوا آفتونه نازليږي، چې څه نوي ناورينونه نه وي پيښ شوي؟! نا څاپه مې ددي خبر سرلیک وليد چې «د پوهني وزارت آریانا سعید ته د شجاعت مډال ورکړ»!!! له تعجبه مي سترګي وبريښيدي او مطلب مي بیا ولوست… تفصیل ته پسي ورغلم او انځورونه مي وکتل خو… خبره هغه ده چې ګوري يې!…

د معارف د یوه کارکونکي په څير دا د معارف پاکي لمني ته، د معارف په بیرق باندي د لمر او سپیڅلي کتاب، د وزیر صاحب مقام ته چې ديني عالم ځان ته وايې او د اسلامي نهضت له پيروانو ځان بولي، د اسلامي تعلیماتو معین صاحب جناب دکتور شفیق صمیم صاحب او نور مشرانو او بیا تر دوي ټولو ورسته ځانته دا توهین بولم او ترڅو وزارت له دي کړني نه خپل تبرئه نه وي اعلان کړي او یا یې بخښنه نه وي غوښتي… د عنوان نه به یې دا دوي کلمي ( جلیله – محترم ) ليري غورځوم… ځکه که دا ټول مشران ددغسي ناپاکه عمل مخه نشي نیولاي نو بیا دي خپل د ناتوانۍ اعلان وکړي او هرڅه دي همداسي وزغمي…

د شیطان د ځانګړي استازي ستاینه او هغي ته د شجاعت مډال ورکول؟!!! اوف…دا څنګه کار دی؟ دا ولي د یوي ملکي تعليمي اداري هغه مشرتابه چې موږ به تل د مکتوبونو په عنوان کې (وزارت جلیله معارف) او وزیر صاحب ته یې (جلالت مآب دانشمند محترم) لیکلو داسي یو کرغیړن او ناپاکه عمل ترسره کړ؟….

پاکه ربه دا شرم چيرته یوسم؟… زه هم ددي اداري کارکونکی یم. ما به تل په دي اداره کې په کار او خدمت باندي افتخار کاوه او آن په ډیر لږ معاش باندي چې د کور د اړتیاوو هیڅ کفایت به یې نه کاوه قناعت کاوه خو… اوس مې هغه ستړیاوي بیرته پر اوږو بار شوي چې ځانته به مي د خدمت او صداقت په نامه ډاډ ورکړئ وو او تیري کړي مي وي….

نه یوازي زه چې زما ټول با ایمانه او با وجدانه ملګري او معلمین له شرمه اوبه اوبه شوو… موږ یو وبل ته له شرمه کتلای نه شو!!

آه… زما د وطن مظلوم استاده، آه… په ليري پرتي ولسوالۍ کې خواري کښه معلمه ته څه خبر يې چې ستا مشرتابه چې تابه (مقامات صالحه) ګڼل کومه لوبه ستا په حق باندي وکړل؟… داسي څوک یې ولمانځه چې ستا د امام او عالم په وړاندي يې بی شرمانه اقدام کړئ او د اسلام د ټولو اساساتو خلاف یې د رقص برنامه جوړه کړي او هغه هم د دوه میلیونه شهیدانو په ټاټوبي کې!.. د کونډو او یتیمانو په وطن کې… د مظلومو او غم ځپلو په هیواد کې!!!

اوف دا لا څه ډول مسلماني ده؟ آیا دغسي یوه اداره به هم د اسلام او مسلمانۍ دعوه کوي؟

ځينو ملګرو غوښته درلود چې مکاتب په موضوع خبر کړو او د وزارت دا کړنه په اعتراضیه غونډه کې وغندو او بیا ترهغي د مکاتبو دروازي بندي کړو ترڅو یې بخښنه نه وي غوښتي، خو ددي وطن دردمند ځان ته چې ګورو نو ددي توان نه لري چې په بچي باندي يې آن یو ساعت زده کړه بنده شي!!!

د طالبانو لخوا ځينو په فیسبوک باندي توندي خبري وليکلي او هوډ يې څرګند کړ چې موږ به بیا د مکاتبو دروازي وتړو خو هڅه وشوه چې دا عمل د یوي ځانګړي شیطاني کړۍ لخوا مغرضانه او شوم پلان وګڼل شي چې موخه یې د مسلمانانو ولسونو په سیمو کې ددي لاري د ښوونځیو بندول دي او د مسلمان ملت بچې له تعلیمه پاته کيدل دي، نو که د مکاتبو دروازي بندي شي نو په حقیقت کې د هغوي شوم پلان اجراء کړ… نو د مکاتبو دروازي بايد پرانستي پاتي وي او ددي شوم او له شرمه ډک عمل تقبیح به په فراخه کتبي او عملي مبارزه باندي کيږي.

الله ج دي د حق د لاري مجاهدينو ته چې په هره اداره کې دي برۍ نصیب کړي ترڅو زموږ په ګران وطن افغانستان کې نور داسي د فحشاء عاملين د مکافات پرځاي مجازات شي…

و من الله التوفیق – حسبنا الله و نعم الوکيل نعم المولی و نعم النصیر



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.