د حواء مظلومه لور

حامد افغان

غرب کې چې صنعتي انقلاب راغی او غربیانو کارخانې جوړې کړې نو له ښځو پرته یې کارونه او سفرونه نه شوی کولی، د ښځو د حقوقو په نوم یې هغوی له کورونو کارخانو ته راوایستلې، د هغوی مسؤلیتونه یې غبرګ کړل، ښځو ته د نارینه ناروا رسیدل او له هغو جنسي ګټه اخیستنه یې عامه او اسانه کړل.. او بده یې لا دا چې د ښځو دا ظالمانه استثمار او شیطاني استحمار تر ننه “د ښځو د حقوقو” سپېڅلی عنوان لاندې روان دی او د سیکولرزم د پوچ فکر له لارې یې ختیځ او اسلامي نړۍ ته د راواردولو هڅې هم رواني دي.

اسلامي نړۍ کې بیا “اسلام کې د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې پریمانه کتابونه ولیکل شول او په دې اړه هر ځای تقریرونه اوریدل کیږي، خو عملاً د ډېرو عالمانو او پوهانو کورونو کې اوس هم ناپوهه ميرمني شتون لري. اوس هم ټولنه کې د نارینه په نسبت ښځې پوهه ترلاسه کولو ته ډېر کم لاسرسی لري، اوس هم ځیني دینپوهان شته چې د ښځو د زده کړو مخالفت کوي، اوس هم د “لا تعلموهن الکتابة” (ښځو ته لیک مه ورښیئ) عربي جمله ځیني د حدیث په توګه وړاندې کوي.

لکه د اسلام نورو احکامو په اړه چې څومره کوږوالی او انحراف شته میرمنو سره د چلند په اړه هم اسلامي اخلاق کمزوري او پر هغوی تیري او ظلمونه زیات دي، اسلام کې د ښځو حقوقو موجوده موضوع د غرب پر خلاف عکس العمل او غبرګون دی، غبرګون کې اکثره مقابل لوري باندې غلبه موخه وي د ځان اصلاح ته توجه کمه وي. د ښځو په اړه لکه د غرب او غربپالو موخې چې څومره ناپاکې او د وخت فتنې دي، همدومره د ښځو په اړه زموږ غفلت او بې پروایي بيداري او اصلاح ته اړتیا لري.

په ځانګړې توګه افغانه ټولنه د ښځو په اړه په سختو ناپوهيو، ظلمونو او وحشتونو اخته ده، د نجلۍ تر ټولو زیات خواخوږی انسان (پلار) چې پخپله لور ظلم کوي بل به کوم انسان له ظلمه پاک وي، اکثره پلرونه د زوی د زده کړو غم کوي د لور نه کوي، زامنو ته خپل مال میراث کې پریږدي د لور یې آن هغه د مهر حق هم نغړلی وي! دې ته ورته خورا زیات نور ظلمونه او بې عدالتۍ عملاً زموږ ټولنه کې رواني دی، موږ چې د غرب د ښځو استثمار او زبېښني څومره مخالفت کوو همدومره باید خپل کور کې راته ناستي د حواء مظلومي لور ته هم متوجه شو، میرمنو سره د الله د سپېڅلي پیغمبر غوره چلند چې د غربي انسان د ناروا او حشي چلند په مقابل کې لیکو/بیانوو خپله هم باید هغه غوره چلند اختیار کړو.

د حواء مظلومه لور لویدیځوال انسان بهر ته راوایستله او له خپل وسه زیات کار ورنه اخلي، د اولاد زیږولو، روزلو او پالني له سختو دندو سره نارینه و سره بهرني کارونه هم کوي. د غرب تمدن میرمن د ابزار په توګه بازار ته وړاندې کړه. او ختیځوال انسان ناپوهه ساتلې ده، د دفاع او اسلامي حقوقو نارې یې زیاتې دي خو عملاً یې حقوق سلبوي، مظلومه ده او د ټولنيزو عاداتو، ورستو رواجونو او ناسمو تقالیدو په بټۍ کې نينه کیږي او زوریږي.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ !
    په دی هم خوشاله شه چه د لویدیز حریص انسانان خلک ژوندی نه خوری . د اسلام سره خو تر اخری کچی دشمنی لری حتی د انسانیت سره هم دشمنان دی هڅی لری چه ټول انسانی معیارونه په حیوانی معیارو بدل کړی ، د همدی د پاره ښخی له کورو بهر ته راباسی چه د کورنیو تولینز ژوند په انفرادیت او حیوانیت واړوی ، بیا دوی کولای شی چه خلک په اړرامه او څه چه ددوی خوښه وی استثمار او غلامان کړی ،
    دغه کار چه طبقاتی ټولنی جوړی کړی او تولنیز ژوند په انفرادیت واړوی د کاپیتالیزم عمده فارمولونه دی چه له امله یی تل تر تله ټولنی کنترول او اداره کی ساتلی شی . په دی اړه ډیر معلومات زما سره دی د تبصری په ځای لیکنی ته اړه لری مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.