fbpx
writing

خاکساری، ځان خوښونه اودریاست غوښتنه

دعلماوو لپاره د ډیرو  ښو او غوره ادابو څخه  یو هم دادی  چی عالم باید پرخپل  علم مغرور نه وي او دریاست دمحبت نه یې  زړه پاک  وي . په حدیث شریف کی راغلي، چی دتواضع او خاکساري له کبله دیوه  بنده عزت ډېرېږي ، نوځکه خاکساره او متواضع اوسئ، ترڅو دالله جل جلا له لخوا دعزت لورېینه درباندې وشي .

دحضرت ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په صدقه یا خیرات ورکولو سره مال نه کمېږی ، په عفوې او بښنې سره الله پاک بنده عزتمند کوي  او که یوڅوک  په ښه  لاره کې تواضع اختیار کړي الله پاک یې مرتبه ورلوړه کړي .   

  د بزر چمهر څخه یو چا وپوښتل چې هغه کوم نعمت دی چی هیڅ  حسد نه ورسره کیږی ؟ 

بزرچمهر ورته په جواب کی وویل : خاکساري او تواضع .

بیا یې ترې وپوښتل : هغه کوم  مصیبت دی  چې دهیڅ  رحم لایق نه وي او رحم نه ورباندې کیږي ؟

بزرچمهر ورته په   جواب  کی وویل : ځان خوښونه .

وهب بن منبه  ویلي : دبنی  اسرایلو  ځوانانو ددې لپاره  کتابونه  ولوستل  او علم یې حاصل کړ ترڅو   سرادري او مال تر لاسه کړي  او بیا یې د همدې  هدف  د لاسته راوړلو لپاره رنګا رنګ بدعتونه ایجاد کړل، په نتېجه کې پخپله هم ګمراه شول او نور یې هم ګمراه کړل .

دابن عبدوس وینا ده : چې دیوه عالم هرڅومره مرتبه او قدر  لوړېږي   په همغه اندازه ځان خوښونه  دده وطرفته  منډې راوهي، مګر که یې الهي  توفیق  ددغه  آفت څخه  خلاص کړی او دریاست دغوښتنې څخه  یې زړه پاک کړي .

دابراهیم ابن اشعث   څخه نقل شوی  چې ما دفضیل بن عیاض  رحمه الله څخه وپوښتل : دخاکساری او تواضع  معنی راته وښایاست ؟

هغه رحمه الله وفرمایل : دحق په وړاندی همیشه سر ټیټ کړه .  که دې  دیوه جاهل څخه هم دحق  خبره واورېده، نو فورا  يې قبول کړه.

دابوالدرداء رضی الله عنه وینا ده :

دجهل درې نخښې  دي :

 ۱: ځان خوښونه  

 ۲:  بې معنی  خبرې

  ۳:   بل څوک له یوه کاره را منع کول او خپله یې کول .

دعلی بن ثابت   شعر دی :

المال آفته التبذیر  والنهب                                             والعلم آفته الاعجاب  والغضب   

دمال آفت اصراف او بی ځایه خرچ دی              دعلم آفت ځان خوښونه او قهر او غضب دی

څو مشهورې  مقولې دي :

    ۱: هغه څوک چې پر خپلې رایې مغروره شي هغه ګمراه کیږي .   

    ۲:  هغه څوک چی تکبر کوي ذلیل او خواریږي .

   ۳: هغه څوک چې درزیلانو صحبت اختیار کړي خواریږي .

   ۴: هغه څوک چی دعلماؤ صحبت او مجلس اختیار کړی عزت او قدر به یې لوړ شي .

ماخذ: دعلامه ابن عبدالبر الاندلسی کتاب:  العلم والعلماء

مولوي نور الباقي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د