د عمان غونډه… د بلاک هوک تر سیوري لاندې د سولې خبرې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په پام کې ده چې راتلونکې دوشنبه د اکتوبر د میاشتې په ۱۶ نیټه د عمان په پلازمینه مسقط ښار کې د افغانستان په اړه د سولې څلور اړخیزه غونډه یوځل بیا جوړه شي.

دا غونډه چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي به ور کې ګډون کوي تر دې وړاندې یې هم په کابل او اسلام آباد کې مکررې ناستې لرلې چې وروستۍ هغه یې د ۲۰۱۶ کال د فبروري په ۲۳ مه په کابل کې جوړه او نور بهیر یې د نه موثریت له امله وځنډول شو.

اوس یوځل بیا د څلور اړخیزو غونډو ځنډول شوی غیر مؤثر بهیر په داسې حال کې پیلیږي چې په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژي په ترڅ کې امریکايي بمباریو تر بل هروخت شدت موندلی او د ولسي خلګو ځاني تلفات ورسره اضافه څو چنده شوي دي.

له بلې خوا د سولې په اړه د عمان څلور اړخیزه په داسې مهال کې جوړیږي چې امریکایان د افغانستان په داخل کې د وسله والو طلبانو خلاف په بشپړه توګه د جنګي احضاراتو په حال کې دي.

هغوی په دې لړ کې ګډ حکومت ته د بلک هاوک جنګي الوتکو لومړۍ جوپه څلور جنګي څرخکې سپارلې او په پام کې ده چې تر راتلونکو څلورو کلونو پوري د هغوی ۱۵۹ نوري هم ور پوره کړي.

په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د جنګي هڅو د تشدید په اړه خپله امریکايي چارواکو منلې چې د ډونلډ ټرمپ د نوې جنګي تګلارې له اعلان وروسته امریکایي الوتکو په افغانستان کې یوازې په تېر سپټمبر کې ۷۵۱ بمونه غورځولي چې په تېرو اوو کلونو کې دا تر ټولو زیاته بمبارۍ ده چې په فیصدي لحاظ ورکې تر پخوا پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د امریکايي پوځي چارواکو په اعتراف په یا دې بمبارۍ کې پر ايف شپاړس الوتکو سربېره بي ۵۲ او همدا راز بیشمیره ډرون الوتکې هم کارول شوې دي چې د لندن چاپ گارډين ورځپاڼې د وروستي رپوټ پر اساس د دې بمباریو ټول زور تر ولسي خلګو ختلی او په زیاته پیمانه یې هغوي ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د اکتوبر په اوومه نیټه په کندهار کې د څلورو بلک هواک څرخکو د تسلیمي په مهال ولسمشر اشرف غني هم طالبانو ته ګوت څنډنه وکړه چې هغوی باید یا د سولې له بهیر سره یوځای او یا به د پوځي زور په مټ له منځه وړل کیږي.

د عمان څلور اړخیزه غونډه هم د دغو ګواښونو له جملې څخه یوه تکراري ، غیر مؤثره هڅه ده چې پر طالبانو باندې د فشار په وسیله ترسره کیږي او په هیڅ صورت تري د سولې هيڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

ځکه په یادې غونډې کې امریکایان په داسې ډول د تشو تشریفاتي ناظرینو په توکه ګډون کوي چې په افغانستان کې عملا په جګړې غزولو او تیزولو لګیا دي.



یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    د جنګ اصلی اړخ ( د افغانستان ملی او اسلامی مقاومت ) چه باید د امریکا سره باید مخالف اړخ وی نشته ، په عمان کی د څلورو هیوادو ( په استثنی د چین ) امریکا بادار او پاکستان او افغانستان غلامانو سره خبری کول څه ګټه لری ، هغه دی په قطر کی د ملی او اسلامی مقاومت نماینده ګان ناست دی د هغوی سره خبری نه کوو بیا نو عمان کی څه ګټه لری ، که په دی دی کار دخپل هیواد او نړی مظلوم بشریت تیرباسی چه مونږ خو د سولی هڅی جاری ساتلی اسلامی مقاومت سولی ته اماده ګی نه لری.
    په هماغه کجه چه د امریکا او اروبا استعماری او استثماری هڅی په نړی کی روانی دی د خپلو هیوادو به غربیو یی هم تر سره کوی صرف دومره توپیر چه هلته یی هر څه به لاس او واک کی د هغه ځای مظلوم اولسونه قانونی استثماروی او په نوره نړی کی یی د برچی او مرمیو به زور .
    مونږ د ځنګل تر ټولنی او قانون هم په بد حالت کی یو ، ځنګل کی چه یو غوښی خوړونکی ځناور ښکار وخوری موړ شی بیا تر هغی صبر کوی چه بیا وږی شی یعنی د هیڅ د پاره حیوانات نه داړی مګر زمونږ به تش په نامه انسانی ټولنو کی سړیخواره سره د دی چه څو ځلی ماړه وی د ساعت تیریو او زده کړو د باره بی ګناه او بی دفاع انسانان داړی ، بی ځایه یی وژنی او د شکنچو لاندی یی دی .
    د عمان غونډه یی ډیر ښه مثال دی ، داسی مثال لری لکه یو وږی ته چه دی خوله تړلی وی او پښو ته دی ورله ډوډی نیولی وی چه وخوره که نه ، بیا وایی چه هغه موړ دی ډوډی نه خوری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.